د افغانستان د نولس کلونو کرکټ لوبډلې د ښې روزنې لپاره د پیټراندرسیون په نامه نوی اسټرلیايي روزونکې وټاکل شو.
کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ کابل کې د کرکټ لوبډلو د نوي روزونکې د معرفي کولو پر مهال وویل، چې تردې وروسته به د کرکټ د ۱۹ کلونو او۱۶کلونو لوبډلو ترڅنګ د کرکټ الف لوبډلې ته هم د اندرسون له خوا روزنه ورکول کیږي.
د یادو مراسمو پر مهال ښاغلی اندرسون هم وویل، چې د افغانستان کرکټ زیات استعدادونه لري، چې د دوی تمرکز به هم د یادو استعدادونو پر لوړولو وي.
نور حال د سیدکمال شاه عارف په راپور کې اورو: