د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

سپینه ماڼۍ په افغانستان کې د خپلو سرتیرو په ساتلو بیا غور پیل کړی


د امریکا متحده ایالاتو له روان میلادي کال وروسته په افغانستان کې د خپلو یو شمېر سرتیرو په ساتلو بیا غور پیل کړی دی.

رویټرز خبري اژانس وايي، د افغانستان له انتخاباتو وروسته په دې هېواد کې د یو شمېرامریکايي ځواکونو د پاتې کولو موضوع بیا ګرمه شوې ده.

راپورونه وايي، امریکايي مقامات په افغانستان کې له لسو زرو څخه د کم ځواک په ساتلو غور او بحث کوي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا د کم شمېر امریکايي سرتیرو د پاتې کېدو پلان ددې ښکارندویه دی چې افغان ځواکونه اوس د خپل هېواد د امنیتي مسولیتونو د سمبالولو او طالبانو سره د جګړې توان لري.
XS
SM
MD
LG