د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

"که مسکو د جنیوا پریکړې عملي نه کړي تازه بندیزونه به پرې ولګول شي"


امریکا وايي، که چېرې مسکو په جنیوا کې شوې موافقه عملي نه کړي، په څو ورځو کې پر روسیه د تازه بندیزونو د لګولو په اړه پریکړه کولای شي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي پرون وویل، امریکا له روسیې تمه لري چې په زغرده د اوکراین په ختیځ کې پر خپلو پلویانو غږ وکړي چې له دولتي ودانیو ووزي او پاټکونه لري کړي.

جین ساکي وویل، هغه کسان چې وسلې یې اخیستي باید د اوکراین د حکومت د بخښنې اعلان ومني او خپلو اهدافو ته د رسیدلو لپاره سیاسي مبارزه وکړي.

جین ساکي ټينګار وکړ، چې حکومت به یې په څو ورځو کې پریکړه وکړي چې روسیه ترکومه حده د جنیوا د موافقې د عملي کولو لپاره کار کوي:

″د بهرنیو چارو وزیر [جان کري] پر روسیه غږ کوي چې پاخه او عملي ګامونه پورته کړي، څو د جنیوا موافقه عملي شي.

په دې کې د دولتي ودانیو خالي کول، د بخښنې د اعلان منل او د پاټکونو لیرې کول شاملیږي.

هغوي باید خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره سیاسي مبارزه وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر همدا راز پر روسیه غږ کړی، چې یو لوړ رتبه دپلومات وټاکي څو د اروپا د امنیت او همکارۍ د شورا له استازو سره د اوکراین په ختیځ کې همکاري وکړي.

دوي باید په ختیځ کې بیلتون غوښتونکو ته دا یو مخ واضح کړي چې روسیه د جنیوا د موافقې ملاتړ کوي او د بحران کمیدل غواړي.″


په عین حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر واشنګټن غږ کړی چې له خپل نفوذه کار واخلي او په کیف کې د لویدیځ پلويان د جنیوا د موافقې عملي کولو ته وهڅوي.

د روسیې او متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې جان کري له روسي چارواکو غوښتنه کړې چې پر بیلتون غوښتونکو غږ وکړي، څو له دولتي ودانیو ووځي او د اوکراین د حکومت له خوا د بخښنې اعلان ومني.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سرګي لاوروف پر امریکا غږ کړی، چې په اوکراین کې پرچارواکو فشار راولي څو افراطي ملت پالي د بحران له پراخولو منع کړي.

جان کري او سرګي لاوروف د روانې میاشتې (اپریل) په اولسمه په جنیوا کې د اوکراین او اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل او د جنیوا موافقه وشوه.

د دې موافقې پراساس باید په اوکراین کې ټولې غیرقانوني وسله والې ډلې بې وسلو شي او ټول اعتراض کوونکي باید له اشغال شویو دولتي ودانیو ووځي.

د مسکو حکومت او په اوکراین کې د روسیې پلویان وايي، چې دا موافقه باید په اوکراین کې پرملت پالو او لویدیځ پلوو ډلو هم عملي شي.

که څه هم د اوکراین په ختیځ کې د دولتي ودانیو اشغال کیدو سیاسي بحران لا زیات کړی، د جنیوا د موافقې د عملي کیدو چندان اثر نه لیدل کیږي.

د امریکا د جمهور ریس مرستیال جوبایډن پرون له اوکرایني چارواکو سره د خبرو لپاره کییف ته ورسید.

بایډن په اوکراین کې د روسیې په مداخله د را پيدا شوي بحران له پيل راهیسې، تر ټولو لوړ رتبه چارواکی دی چې کیف ته سفر کوي.

جوبایډن به نن په کیف کې د اوکراین له موقت ولسمشر الکساندر تورچینوف، صدراعظم ارسني یاتڅینوک او د پارلمان له غړو سره وګوري.

د امریکا د حکومت یوه لوړ رتبه چارواکي ویلي، چې د جمهور ریس مرستیال به له اوکراین سره د تخنیکي مرستو یوه بسته هم اعلان کړي.

په دې کې اقتصادي کمکونه هم شامل دي.

دې امریکايي چارواکي زیاته کړې، چې متحد ایالات غواړي چې د اوکراین د طبعیي ګاز تولید او د انرژۍ تولید زیات شي.

په اوکراین کې د وضعیت له بحراني کیدو سره سم مسکو پر اوکراین د خپل ګاز نرخ لوړ کړ.

په عین حال کې، د اروپا د امنیت او همکارۍ د شورا استازو پرون د اوکراین د ختيځ په سلویانسک ښار کې اوله غونډه وکړه.

دوي په اوکراین کې د جینوا د موافقې د عملي کیدو د څارنې مسولیت لري.

امریکا خبرداری ورکړی چې که روسیه په اوکراین کې د بحران د کمیدو لپاره اقدام ونه کړي، پرمسکو نور بندیزونه لګولای شي.

له اوکراینه د کریمیا ترجلا کیدو وروسته، واشنګټن او اروپايي اتحادیې پر یو شمېر روسي چارواکو د سفر او ویزې بندیزونه ولګول.

د اوکراین له واکه لیرې شوي ولسمشر ویکتور یانکوویچ چې په فبرورۍ کې روسیې ته وتښتید، پرون یوه اعلامیه خپره کړه او د اوکراین په ختيځ کې پرعسکرو یې غږ وکړ، چې خپلو بارکونو ته ستانه شي.

یانکوویچ په دې اعلامیه کې خبرداری ورکړی، چې اوکراین له خونړي وضعیته یوازې یو ګام واټن لري.
XS
SM
MD
LG