د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

قاضي: ملي او نړېوال ارګانونه له اساسي قانونه سرغړاوی کوي



د افغانستان د اساسي قانون پرعملي کیدو د څار خپلواک کمېسیون یو شمېر ملي او نړېوال ارګانونه له اساسي قانونه پر سرغړاونې تورن کړې.

د دې کمېسیون مشرګل رحمن قاضي د سې شنبې په ورځ د افغانستان د حقوق پوهانو په څلورمه عمومي مجمع کې د دې اتحادیې په مسوولینو غږ وکړ چې د قانون په تطبیق کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې د خپلواک کمېسیون مشر وایي، هغه بهرنیان چې په افغانستان کې اوسیږي باید د دې هېواد له قوانینو څخه اطاعت وکړي.

ګل رحمن قاضي د سې شنبې په ورځ د افغانستان د حقوق پوهانو د څلورمې مجمع په غونډه کې په هېواد کې له قانونه پر سرغړاونې اندېښنه څرګنده کړه.

هغه وویل، له افغاني مراجعو سربیره بهرنیان هم په ځینو مواردو کې د افغانستان له قانونه سرغړاونه کوي:


″له قانونه سرغړونکې مراجع یوه یاد دوه نه دي چې شمار یې کړو په ملي کچه رسمي او غیر رسمي مراجع شته چې له قانون څخه سرغړونه کوي،په سیمه ییز او نړیواله کچه مراجع شته چې په افغانستان کې دکومک اوهمکارۍ په نامه کار کوي دهغوی له خوا په ښکاره توګه له قانون څخه سرغړنه تر سترګو کیږي.″

ښاغلي قاضي وویل، له موجوده لاس ته راوړنو سره سره د قانون په پلي کېدو کې تیروتنې او ستونزې لیدل کیږي چې باید ورته رسیدګي وشي.

د اساسي قانون پرعملي کیدو د څار د خپلواک کمیسیون چارواکي دغه څرګندونې د افغانستان دحقوقپوهانو د څلورمې مجمع د رییس او اجرایوي غړي د ټاکلوپه غونډه کې وکړې.

هغه له ټولو حقوق پوهانو وغوښتل چې له خپل مسلکي او رسمي صلاحیتونو نه په ګټې اخیستنې دې دعدالت اود قانون د حاکمیت لپاره هلې ځلې وکړي.

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې نوي رییس عبدالغیور غیور له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې د قانون په پلې کېدو کې به نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي:


″د قانون پلي کول زموږ وظیفه او دین دی ،هغه څه چې په توان او وس کې یې لرو ملت ته ډاډ ورکوو هر هغه څوک چې قانون تر پوښو لاندې کوي له قانون څخه تېښته کوي په هره کچه چې وي دقانون منګلو ته به یې سپارو.″

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د قانون د بشپړعملی کیدو ترڅنګ به دخلکو له حقونو څخه هم دفاع وکړي.

د افغانستان په بیلا بیلو برخوکې ځینې دولتی چارواکي او عام خلک شکایت کوي چې قانون لکه څنګه چې ښایی هسی نه عملي کیږي.

دوی وایی ترڅوچې په دې هیواد کې قانون په ټولو یوشان عملي اوله قانون څخه سرغړاونکې مجازات نشي نوامنیت اوښه حکومتداري به هم رامنځ ته نشي.

راپور:رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG