د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

ایوب زاده: د ۲۰۱۴انتخابات د ۲۰۰۹م په پرتله شفاف وو


سره له دې چې اکثره داخلي څارونکو په افغانستان کې د وروستیو انتخاباتو ترسره کیدل ښه بللي خو ټینګار کوي چې د انتخاباتي پروسې د پیل نه بیا تر اوسه د انتخاباتي کمیسیونونو له خوا سرغړونې هم شوي دي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ په دې باور دی چې تر اوسه په هېواد کې د انتخاباتو پروسه د 2009 میلادي کال دانتخاباتو په پرتله شفافه او له سیستماتیکو درغلیو پاکه پر مخ تللي.

په افغانستان کې د انتخاباتو د لومړنیو نتیجو د اعلانیدو وخت ته په نږدې کیدو د انتخاباتو د پروسې کورنيو څارونکو د سږني انتخاباتو پروسه شفافه او د قناعت وړ بللي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا سره له دې چې د انتخاباتو په پروسه کې د څارونکو او رایه ورکوونکو په پراخ ګډون خوښ دي خو وایې، چې د انتخاباتي پروسې په ځینو مواردو کې ستونزې هم موجودې وې.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده په دې اړه ازادۍ راډيو ته وویل:

″خوشبختانه د انتخاباتو یو مثبت ټګۍ دا وه چې په کې په سیستماتیک ډول درغلی ونه شوې.

د 2009 کال انتخاباتو په پرتله د خلکو برخه، د څارونکو پراخ ګډون او د انتخاباتو امنیت د دې انتخاباتو د قوت ټګي وه، چې موږ دا انتخابات په عمومي ډول نسبتا شفاف او د 2009 کال انتخاباتو څخه ښه ګڼو.″

ښاغلي ایوب زاده هیله وښوده، چې د انتخاباتو د وروستیو نتیجو تر اعلانیدو، دا پروسه په شفاف ډول د څارونکو په موجودیت کې پرمخ ولاړه شي.

د انتخاباتو پروسه په رسمي ډول د 1392 لمریزکال د جوزا په پنځمه خلکو ته د رایې ورکولو کارتونو له ویشلو سره پیل شوه.

وروسته بیا د کاندیدانو د نوم لیکنې لړۍ پیل شوه، چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د وروستي لست د اعلانیدو وروسته د دلوې په دیارلسمه د جمهوري ریاست او د حوت په دیارلسمه د ولایتي شوراګانو د کانیدانو له خوا انتخاباتي کمپاینونه پیل شول.

د 1393 لمریزکال د حمل شپاړسمې په انتخاباتو کې څه باندې اوه میلیونه په شرایطو برابر افغانانو ګډون وکړ او د دغو انتخاباتو وروستیو نتایجو ته انتظار باسي.

دا مهال انتخاباتي کمیسیونونه د رایو په شمېرلو او د شکایتونو په څیړلو مصروف دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایې، چې د انتخاباتو له پروسې څخه درې لکه اته پنځوس زره ملي او نړېوالو څارونکو او د رسنیو استازو څارنه کړې ده.

یو شمېر څارونکي وایي، چې د انتخاباتو دا پروسه تر اوسه شفافه او د ۲۰۰۹ میلادي کال د انتخاباتو په پرتله ښه اوشفافه وه، خو فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه وایي، چې د انتخاباتو په دې پروسه کې یو لړ سرغړونې او درغلی هم شوي.

د دې موسسې ویاند فهیم نعیمي په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

″تر اوسه مو په څو مواردو کې لیدلي چې دوی نه دي توانیدلي چې د انتخاباتو مهالویش ته پابند پاتې شي.

په ځانګړي ډول هغه وخت چې دوی ونه شو کړای چې د کاندیدانو لومړنۍ او وروستنی لست په خپل وخت خپور کړي.

په همدې ډول ځیني نور موارد وه چې د انتخاباتو د مهالویش مطابق نه وه او د دې ترڅنګ په ځینو نورو مواردو کې د انتخاباتو د قانون څخه هم سرغړونې وشوې چې باید ترې درس واخلو او د بل ځل لپاره لازم اصلاحات منځته راوړو″


د ښاغلي نعیمي په باور د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د کاندیداتوری په شرایطو کې 30 فیصده انعٍطاف، د کانیدانو د لست په اعلان کې ځنډ، د انتخاباتي شکایتونو په سیمه يیزو کمیسیونونو کې د شکایتونو د څیړلو وخت اضافه کول مهمې سرغړاونې دي.

دغه راز د فیفا مسوولان وایي، په هرات ولایت کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسون له خوا د ډیرو رایو باطلول هم د اندیښنې وړ خبره ده ځکه د دوی په خبره ممکن رایې سمې نه وي څیړل شوي.

خو د انتخاباتي کمیسیونونو چارواکو تل ویلي، چې د انتخاباتو د شفافیت لپاره یې د قانون مطابق خپلې دندې سرته رسولي او له دې وروسته به هم په دې برخه کې په جدي ډول عمل وکړي.

په همدې حال کې تراوسه د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري دوه ځله قسمي نتیجې اعلان شوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې ټاکل شوي چې د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې د ثور په څلورمه او وروستې یې د همدې میاشتې په څلورویشتمه نیټه اعلان شي.

ملي او نړېوالو څارونکو ویلي، چې که انتخابات دوهم پړاو ته لاړ شي دوی بیا هم حاضر دی چې ورڅخه څارنه وکړي.
XS
SM
MD
LG