د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

اسیا د بارک اوباما د بهرني سیاست په محور کې


د یو لوی ستراتیژیک سیال په توګه د چین راپورته کیدل هغه څه دي چې باید امریکا متحده ایالات ورته پام وکړي.

په همدې حال کې ټاکل شوې په نژدې راتلونکي کې ولسمشر بارک اوباما د اسیا پاسفیک څلورو هېوادونو ته سفر وکړي.

خو ځیني په دې باور دي چې اسیا ته د امریکا پاملرنه د دې سبب شوې ده چې دا هېواد، په منځني ختیځ او اروپا کې تردې د لویو ستونزو په وړاندې بې پروايي وکړي.

په داسې حال کې چې سوریه او اوکراین له ستونزو ډک دي، د یو سیال په توګه د چین وده او راپورته کیدل د امریکا جدي پاملرنه غواړي.

د هغو کسانو لپاره چې پراسیا د امریکا پر اتکا باور لري، باید اسیا د ولسمشر بارک اوباما د بهرني سیاست په محورکې ” د راتلونکې سیمې “ په توګه پاتې شي.

د فایننشل ټایمز ورځپاڼه لیکي، پر اسیا د اتکا دا علاقه مندان به پردې خوشاله شي چې د روسیې سره د روان کړکیچ سربیره، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشربارک اوباما په دې اونۍ کې څلور اسیاسي هېوادونو ته خپل سفر له جاپان څخه پیلوي.

خو د لیکوال په وینا ټول پردې سفرخوشاله نه دي. منتقدان وايي، اسیا ته پاملرنه او د سپینې ماڼۍ دا ګونګ تصور چې اسیا راتلونکی ګڼي د دې سبب شوی چې امریکا په منځني خیتځ او اروپا کې تردې د سختو ستونزو په وړاندې غفلت وکړي.

یو شمېر کسان وايي، اسیا ته د ولسمشر بارک اوباما د ادارې پاملرنه د دې سبب شوې ده چې بشارالاسد او ویلادیمیر پوتین دې ته په پام چې د امریکا پاملرنه لرې ختیځ ته اوښتې له ځواکه کار واخلي.

تیره اونۍ د پولنډ د دفاع وزیر توماز سیمونیاک وړاندیز وکړ، چې د اوکراین کړکیچ ته په کتو باید امریکا اروپا ته پاملرنه واړوي.

فایننشل ټایمز ورځپاڼه پوښتنه کوي چې بیا نو اسیا ته پاملرنه تیروتنه وه؟

په ځواب کې یې خپله لیکوال وايي، په حقیقت کې نه. په راتلونکې یوې لسیزې کې ښايي چین د نړۍ د ترټولو ستر اقتصاد په توګه راپورته شي او د ځبرځواک په توګه ښايي د امریکا یوازیني اوږدمهالی رقیب و اوسي.

ورځپاڼه وايي، اسیا په مجموعي توګه د نړۍ د اقتصادي مخ پر ودې مرکز دی او د اوږدمهالو ستراتیژیکو او اقتصادي دلایلو له مخې لا هم امریکا لپاره دا پرځای اقدام دی چې ډیر وخت په اسیا کې د خپل دریځ پر ټینګولو تیر کړي او کم وخت د منځني ختیځ مسلو او په اروپا کې د واک پر سر شخړو ته بیل کړي.

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په وینا تر اوسه پورې د چین سره په مخالفت کې د امریکا هڅې کافې وي خو ددې لپاره چې د امریکا متحدان قانع کړي پوره نه دي.

جاپان له دې چې امریکا د چین له اړخه د یوې دفاعي هوايي سیمې د اعلان په اړه ډير زغم وښود اندېښنه لري.

د یکشنبې په ورځ د چین په اوبو کې د جګړې د دوران د تاوان په ادعاوو پسې د یوې جاپانۍ بیړۍ لاندې کول به په دې سیمه کې د ترینګلتیا د زیاتیدو سبب شي او په همدې ترینګلو حالاتو کې ولسمشر بارک اوباما اسیايي هېوادونو ته خپل سفر له جاپانه پیلوي.
XS
SM
MD
LG