د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

د اوکراین په خلکو کې موجود فکري اختلافات


په اوکراین کې د خلکو پرذهن د جګړې ویره خپره ده، خلک سوله غواړي خو ولس یې ویشل شوی دی.

مثلا، د یکشنبې په ماښام په کیف کې ارتودوکسو مسیحیانو د مسکو د لوی کشیش سره په یوه وخت د ایستر مراسم ترسره کړل خو نور خلک د کییف په لوي کشیش پسې ودریدل.

که څه هم مسلمانان باور لري چې حضرت عیسی (ع) نه دی مصلوب شوی، مسیحیان د هغه په مصلوبیدو عقیده لري او وايي، چې ترهغې پيښې درې ورځې وروسته بیرته ژوندی شوی او بیا اسمان ته ختلی دی.

د حضرت عیسي پیروان د هغه د بیرته ژوندي کیدو ورځ لمانځي او د (ایستر) اختر ورته وايي.

د ازادي راډیو خبریال تام بالمورف د اوکراین په خلکو کې د موجودو فکري اختلافاتو د څرګندولو لپاره د دوو اوکراینیو ښځو ژوند ته کتنه کړې ده.

شپیته کلنه لودمیلا د یوې ورځپاڼې په دفتر کې کار کوي، خو پینځه اویا کلنې یلینا تقاعد کړی دی.

دا دواړه اوکراینیانې زیات مشترک ټکي لري.

مثلا، دواړه د کیف ښار اوسیدونکې، په خټه روسانې او د ارتودوکسې کلیسا پیروانې دي.

دواړه د نورو اوکراینیانو په څيرپه خپل هېواد کې د جګړې له پيلیدو ویره لري او دواړو د ایستر په ځانګړو مراسمو کې د سولې لپاره د دعا لاسونه پورته کړې وو.

خو له دې پرته، دواړه په ځيني اساسي مسایلو کې د نظر اختلاف لري.

لودمیلا ځان روسۍ ګڼي.هغه د یکشنبې په شپه د کیف ښار هغې کلیسا ته تللې وه چې له مسکو سره په یوه وخت یې د ایستر مراسم ولمانځل.

لودمیلا وايي، خوشاله ده چې کریمیا له اوکراینه جلا او له روسیې سره یوځای شوه.خو یلینا ته د کریمیا جلا کیدو سخت ټکان ورکړی دي.

لودمیلا وايي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ډير پرې ګران دی خو یلینا پر پوتین سخت انتقاد کوي.

یلینا د ازادي راډیو خبریال ته وايي:

″جمهور ریس پوتین باید وپوهیږي چې هغه ته دا نه ده لازمه چې هیوادونه ویجار کړي بلکه باید ابادۍ ته پام وکړي.

روسان او اوکراینیان ملګري او وروڼه ولسونه وو خو اوس دا نظر بدل شوی.

پوتین اوکراین خلک سخت خواشیني کړي دي.″

د دغو دواړو اوکراینیانو ترمنځ اختلاف څرګندوي چې د دې هېواد په خلکو کې رامنځ ته شوې تفرقه یوازې د ژبې او توکم پر اساس نه ده.

د ازادي راډیو خبریال وايي، د اوکراین د خلکو ستر اکثریت عیسویان دي او په عمده ډول د مسکو د ارتودوکسې کلیسا او د اوکراین د ارتودوکسې کلیسا پیروي کوي.

په اوکراین کې د مسکو پلوي ارتودوکسې کلیسا په تیرو څو میاشتو کې هلته د روان سیاسي بحران پر مهال ځان غلی نیولی وو.

خو د کیف د ارتودوکسو کلیسا د خلکو د پاڅون پر مهال د زخمیانو مرسته کوله، فعالینو ته یې پناه ورکوله او د مظاهره کونکو ملاتړ یې کاوه.

د روسیې د ارتودوکسو مسیحیانو کلیسا د ایستر په شپه د هغو خلکو د پلانونو د شنډیدو دعا وکړه چې د دوي په وینا د مقدسې روسیې د له منځه وړلو هڅې کوي.

خو د اوکراین د اورتودوکسو مسیحیانو کلیسا د ایستر په شپه د روسیې کارونه وغندل او مذهبي مراسم یې د اوکراین د ملي سرود تر غږولو وروسته پيل کړل.

د کیف اوسیدونکې لودمیلا د اوکراین د کلیسا دا کارونه شیطانی ګڼي او روسیه د ارتودوکسانو د ارزښتونو ځانګو ګڼي.

لودمیلا د ازادي راډیو خبریال ته ویلي:

″زه په خټه روسۍ یم او ټولې هیلې مې په روسیې پورې تړلې دي.

په روسیه کې زموږ کلتوري ارزښتونه خوندي دي او اوکراین اروپايي هیواد دی.

نو ولې باید د روسیې او اروپا ترمنځ یوه انتخاب ته مجبور شو؟″

خو یلینا د ایستر د مراسمو تر پاي ته رسیدو وروسته وویل:

″موږ په داسې مبارکو ورځو حتی هغو خلکوته بښنه کوو چې بد یې راسره کړي دي.″
XS
SM
MD
LG