د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

مخکښ کاندیدان له درغلیو سخت شکایت کوي


د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو دواړه مخکښ کاندیدان وایي چې د اپریل د پنځمې نیټې د انتخاباتو درغلۍ به پر رایي شمیرنې تاثیر وکړي، خو دوی دا خبره ونه کړه چې دا تخطي به د ګټونکي برخلیک وټاکي.

د ولسمشرۍ کاندید عبداله عبداله جرمني اژانس ته وویل چې درغلۍ به پر نتیجو اغیز وکړي خو دا درغلۍ دومره نه دي چې اول او دوهم وټاکي.

د بهرنیو چارو پخوانی وزیر د نژدې پنځوس فیصدي قسمي پایلو له مخې د ۴۴ اعشاریه ۴۷ فیصده راییو له خپلولو سره تر نورو کاندیدانو مخکې دی او په ده پسې د اشرف غني احمدزي رایي ډيرې دي چې درې دیرش اعشاریه اتلس فیصده ته رسیږي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د رایي ورکولو له ۲۱۰۰۰ مرکزونو څخه د شاوخوا ۱۴۰۰ انتخاباتي مرکزونه رایي قرنطین شوې دي.

عبداله عبداله خپل مخالفان تورن کړې دي چې د افغانستان په لرې پرتو کلیو بانډو کې یې رایي غلا کړې دي.

بل لور ته اشرف غني احمدزی چې تر عبداله عبداله وروسته یې تراوسه ډیرې قسمي رایي ګټلې دي وایي، تر دې دمه چې کومې رایي د انتخاباتو د کمیسیون له لورې ګڼل شوې دي په هغوی کې پاکې له ناپاکو راییو نه دې بیلې شوې.
اشرف غني زیاته کړه، چې رایه یو پاک امانت دی نو د هر افغان دا وظیفه ده چې حمایت یې وکړي.

اشرف غني احمدزي زیاته کړه، چې په انتخاباتو کې د ده د سیال عبداله عبداله پرمختګ موقتي دی او دی ډاډه دی چې کله اخري نتیجې اعلانیږي هغه وخت به د دوو مخکښو کاندیدانو تر منځ فیصدي بدله شي او حتی سرچپه به شي.

اشرف غني دا خبره هم وکړه چې که چیرته دی دوهم شي نو انتخابات به بل پړاو ته ووځي.

بلې خوا ته عبداله عبداله ویلي دي چې دی لاهم ډاډه دی چې تر پنځوس فیصدو ډیرې رایي به خپلې کړي او په لومړۍ مرحلې کې به انتخابات وګټي.

عبداله زیاته کړه، چې ښایي تفات به تر اوسنۍ فیصدي زیات وي او ډیر امکان لري چې انتخابات په لومړۍ مرحلې کې نتیجه ورکړي.

عبداله په ورته وخت کې دا خبره هم وکړه، که چیرته دې ته اړتیا پیدا شوه چې انتخابات دوهم پړاو ته وځي نو دی ورته چمتو دی.
XS
SM
MD
LG