د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۹

احساس: د دویم ځل احتمالي انتخاباتو د امنیت ټینګښت ته چمتو یو


د انتخاباتو د امنیت لپاره د ځانګړي امنیتي کمیسیون مشر جنرال محمد سالم احساس
د انتخاباتو د امنیت لپاره د ځانګړي امنیتي کمیسیون مشر جنرال محمد سالم احساس
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، که چیرې انتخابات دویم ځل ته ولاړ شي، دوی به یې د امنیت په ټینګښت کې له جدي ستونزې سره مخ نه شي.

د انتخاباتو د امنیت لپاره د امنیتي کمسیون مشر جنرال سالم احساس ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوی د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره په همغږۍ د دویم ځل انتخاباتو په امنیتي پلان کار کړی.

که څه هم دویم پړاو ته د انتخاباتو تلل، تر اوسه یو احتمال دی، خود انتخاباتو د امنیتي کمیسیون مشر ډاډ څرګندوي چې که انتخابات دویم ځل ترسره شي دوی یې د امنیت لپاره تیاری لري.

د انتخاباتو د امنیت لپاره د ځانګړي امنیتي کمیسیون مشر جنرال محمد سالم احساس وایي، په ولایتونو کې د دوی امنیتي ځواکونه ځای په ځای دي او که انتخابات دویم دور ته ځي ا امنیت به یې ټینګ کړي.

جنرال احساس د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې د انتخاباتو له کمیسیون سره په همغږۍ یې په دې برخه کې کار کړی:

″که احتمالآ انتخابات دویم دور ته ځي، زموږ امنیتي قواوې په تمامه توانمندي او امکاناتو باندې د ښه امنیت او ښو انتخاباتو لپاره عام او تام آماده ګي لري، موږ مخکې له مخکې د دویم ځل احتمالي انتخاباتو لپاره پلان لرو، په ټولو ولایتونو کې په کافي اندازه قوتونه لرو، که پولیس دي، که اردو دی که امنیت دی او په دې مورد کې مونږه هیڅ ډول مشکل نه لرو.″


د کورنیو چارو وزارت د شپږو میاشتو لپاره د تیروانتخاباتو په امنیتي پلان کار وکړ او د مخالفینو له ګواښونو سره سره د حمل د شپاړسمې انتخابات ښه ترسره شول.

د کورنیو چارو وزات مني، چې د انتخاباتو په ورځ او له هغه یوه ورځ مخکې په ټول هیواد کې وسله والو مخالفینو ۲۶۵ تخریبي پلانونه درلودل، خووایی چې اکثره یې د دوی د ځواکونو له خوا شنډ شول.

خو له دې سره سره بیا هم د انتخاباتوپه ورځ په بیلا بیلو سیمو کې ځینې پیښې وشوې او ان یو شمېر کسان مړه او ټپیان شول.

معلومه نه ده، چې انتخابات به دویم ځل ته ولاړ شي او که نه، خو د نږدې پنځوس فیصده قسمي رایو د اعلان پرمهال ځینو کارپوهانو اندیښنه څرګنده کړه، چې ممکن په لومړي پړاو کې هیڅ کاندید پنځوس جمع یو رایې ترلاسه نه کړي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ آیساف ځواکونه هم وایي، چې افغان امنیتي ځواکونه به د دویم ځل احتمالي انتخاباتو امنیت ټینګ کړي، خو که ضرورت پیښ شي، دوی به یې ملاتړ وکړي.

په کابل کې د آیساف ویاند هنزفیلډمن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

″لومړی مونږ باید نتیجو ته انتظار وباسو، مونږ په افغان امنیتي ځواکونو کې کوم توپیر نه وینو، دوی به دویم پړاو انتخاباتو کې هم د لومړي پړاو په څیر ښه دنده ترسره کړي، خو مونږ هم د شرایطو جاج اخلو او خپل تصمیم نیسو.″

تراوسه د انتخاباتو دواړو مخکښو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ویلي، چې د احتمال په صورت کې دویم پړاو انتخاباتو ته چمتو دي.

که څه هم د افغانستان امنیتی ځواکونه د دویم ځل احتمالي انتخاباتود امنیت د ټینګښت لپاره تیاری څرګندوي خوامنیتی څیړونکي وایی چې ممکن امنیتی ځواکونه په دې برخه کې له ستونزو سره مخامخ شي.

راپور: اسدالله ″لودین″
XS
SM
MD
LG