د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

امریکايي سناتوران: د عراق تیروتنه دې په افغانستان کې نه تکراریږي


د رويټرزخبري اژانس راپور ورکړی دی، چې د امريکا دولت تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې تر ۱۰،۰۰۰ کم پوځيانو پاته کول په نظر کې نيولي دي.

د امريکا د پوځ قومندانان وايي، چې دا د سرتېرو ترټولو کمه شمېره ده چې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره به کافي وي.

د جمهوري غوښتونکي سناتورانو، لينډسې ګراهام، کيلي ايوټې او جان مککين له خوا په يوه اعلاميه کې ويل شوي دي، دوی هيله لري چې هغه مطبوعاتي راپور به غلط وي چې په کې سپينه ماڼۍ وايي، په افغانستان کې به د وړانديز شوي امريکايي پوځيانو تر شمېره ښه کمه شمېره عسکر پرېښوول شي.

د دوی په وينا، له ۱۳ کاله قربانيو او پانګونو وروسته، په افغانستان کې کاميابي اوس زموږ لاسو ته نږدې ده. پکار ده موږ خپل دې هدف ته غير ضروري خطرات پېښ نه کړو.

د رويټرز د راپور له مخې په افغانستان کې تر ۵۰۰۰ لا کم پوځيانو پرېښوولو پرېکړه د سپينې ماڼۍ دا باور ښيي چې په داسې حال کې چې امريکايي پوځيان د تروريزم پر خلاف جنګ کوي، افغان ځواکونه اوس کولای شي چې د طالبانو د بلوا مخه ونيسي.

د دوی په نظر د څو زرو پوځيانو د شمېرې تفاوت د ناکامې او کاميابې ترمنځ تفاوت دی.

سناتوران پر سپينه ماڼۍ غږ کوي چې په عراق کې کړې تجربې هېرې نه کړي.

امريکا له عراقه خپل ټول پوځيان په بشپړه توګه هغه وخت وايستل چې د عراق او امريکا ترمنځ امنيتي تړون لاسليک نه شو.

د دې کار په نتيجه کې القاعدې په عراق کې خپلو کړنو ته دوام ورکړ چې عراق يې له يو ډير لوی خطر سره مخ کړ.

ددوو په وينا امريکا بايد دا غلطيانې په افغانستان کې تکرار نه کړي.

د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي تړون د ريس جمهورکرزي له خوا نه لاسليک کيدو له امله، په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو پر شمېره بحثونه بند شول.

د نظامي قومندانانو د وړانديزونو له مخې د امريکا او ناټو له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ پوري پوځيان بايد په افغانستان کې پاتې شي څو وکوالی شي د افغانستان د پوځ روزنه وکړي او د تروريزم پر خلاف خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

ملالۍ بشير
XS
SM
MD
LG