د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

ولسي جرګه د افغانستان بانک رییس استیضاح کوي


د افغانستان بانک پر رییس تور پورې شوی، چې په بانک کې یې غیر مسلکي کسان په دندو ګمارلي او هم یې کارکوونکو ته په خپل سر لوړ معاشونه ټاکلي.

د دې ادعاوو د سپیناوي په هدف ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ نور الله دلاوري خپلې استجوابیه غونډې ته وربللی و؛ خو د هغه نه حاضرېدو د ځینو وکیلانو غصه راوپاروله.

ځینو وکیلانو ویل چې، دووه اونۍ کیږي دلاوري بهرته تللی او د هغه غیر حاضري ولسي جرګې ته سپکاوی دی.

عبدالستار خواصي، رمضان بشردوست او امرخان یار وویل:

"۱- په دې هېواد کې ځوانان او خلک او همدارنګه ښه کدرونه شته چې کولای شي ښه کار وکړي بناءً رییس صاحب، صندوق دې ورته کېښودل شي؛ له یوې مخې یې رخصت کړﺉ.

۲- تاسې تېره ورځ په جمهوري ریاست کې وئ باید موږ ته مودقیق معلومات راکړې وای چې؛ د بانک رییس له جمهوري ریاست نه د څو ورځو لپاره رخصت اخیستی؛ د بانک رییس په ولسي جرګې باندې ملنډې وهي؛ دلاوري د قانون خلاف رایې اخیستې.

۳- د افغانستان بانک معاشات د قانون مطابق نه دي؛ خپله یې مقرره جوړه کړې او لاسلیک یې ورباندې کړی چې؛ د رییس معاش اووزه اته زره او همداسې یې د مرستیال."


د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د وکیلانو له اعتراضونو وروسته داسې فیصله وکړه:

"نن ورځ ولسي جرګې د افغانستان بانک د رییس نه حاضرېدل د اساسي قانون او دولسي جرګې د داخلي اصولو خلاف دی؛ د بانک د رییس دغه کړنه چې د ټولو اصولو خلاف یې کړې؛ موږ باید له قانون سره سم عملي ګام پورته کړو؛ دا چې استجواب ته نه دی حاضر شوی؛ نو ځو استیضاح ته حاضر شي."

د افغانستان بانک مرستیال خان افضل هډه وال وايي؛ دا چې د بانک رییس په بهر کې په رسمي سفر بوخت دی؛ نو ځکه یې ونه شو کړای چې، د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته حاضر شي.

ښاغلي هډه وال ازادۍ راډيوته وویل:

"که چېرې یې په مکتوب کې داسې لیکلي وای؛ که رییس موجود نه وي راشه معلومات ورکړﺉ؛ موږ معلومات ورکول، اما دوی مشخص لیکي وو چې؛ رییس دې استجوابیه غونډې ته حاضر شي نو باید هغه حاضر شوی وای هغه د نړېوال بانک یو کلنی مجلس دی؛ هغې ته تللی."

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د افغانستان بانک رییس مکلف دی چې؛ د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته حاضر شي او د وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

که چېرې ځوابونه یې دقناعت وړ نه وي؛ د جرګې غړي حق لري چې؛ هغه ته د اعتماد او یا عدم اعتماد رایه ورکړي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG