د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

د افغانستان د ملي بودجې ستونزه به څنګه حل شي؟


نړېواله ټولنه له افغانستانه په وتو ده او په همداسې یوه حالت کې د دې هېواد په ملي بودجې کې کمښت رامنځ ته شوی دی.

د یو شمېر پراختیایي پروژو کارونه درول شوي او کارکوونکو ته یي معاشونه هم نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان د مالیې وزارت چارواکې وایي، په بودجه کې ۳۷۵ میلیونه ډالره کمښت د ځینو ملکي پروژو تمویل ته ګواښونه مخامخ کړي دي.

د امریکا، ملګرو ملتونو او د افغانستان د مالیې وزارت چارواکو د ستونزې د حل په اړه بحثونه کړي او دا ځکه چې له افغانستان سره بهرنۍ مرستې مخ په کمیدو دي.

د افغانستان د مالیې وزارت د خزانو رئیس الحاج محمد آغا وایي، که په هېواد کې سیاسي حالت نورمال یا عادي نه شي او سواګریز فعالیتونه بیرته سم نه شي، ستونزې به نورې هم زیاتې شي.

دی وایي، د مالیې وزارت به نه یوازې د مامورینو د معاشونو په ورکولو کې له ستونزو سره مخ وي، بلکه په نورو برخو کې به هم له زیاتو ستونزو سره مخامخ شو.

رویټرز اژانس لیکي:

د افغانستان امنیتي ځواکونه به له ستونزو سره نه مخامخ کېږې او دا ځکه چې د هغوي معاشونه او لګښتونه بهرنیان ورکوي.

نړېواله ټولنه باور لري، چې دا ځواکونه په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت او د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره ډیر مهم دي.

د آژانس په وینا، نړېوالې ټولنې په تیرو دولسو کلونو کې د حامد کرزي له حکومت سره زیاتې مرستې وکړې او نوی حکومت باید د مرستو د دوام په مقصد زیاتې هلې ځلې وکړې.

رویترز لیکي: په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لومړۍ نتیجې ممکن د شنبې په ورځ اعلان شي، خو داسې ښکاري چې دا انتخابات ممکن دوهم دور ته لاړ شي او په دې توګه به په سیاسي انتقال کې ځنډ رامنځ ته شي.

د مالیې وزارت د خزانو رئیس الحاج محمد اغا وایي، که چیرې انتخابات دوهم دور ته لاړ شي، دا به په دوي باندي یو بل فشار وي او له همدي امله افغان حکومت له نړېوالې ټولنې غواړې چې ددغې ستونزې په حل کې مرسته وکړي.

د افغانستان کلنۍ بودجه ۷ اعشاریه ۶ میلیارده ډالره ده اود عایداتو د کمیدو له امله چې تر ډيره حده په ګمرکونو تکېه دي، ۳۷۵ میلونه ډالره کمښت راغلی او یو شمېر پراختیايي پروژې ځنډول شوی دي.

د نورو پروژو په منځ کې یوه د برقي تذکېرو پروژه ده چې د کورنیو چارو او مخابراتو وزارتونو له خوا په ګډه پرمخ وړل کېږي. ددې پروژې چارې د بهرنیو مرستو د کمیدو له امله له ستونزه سره مخامخ شوي دي.

د افغانستان د بودجې لپاره نړېوالې ټولنې په روان کال کې پنځه میلیارده ډالره مرسته کړي او پاته پیسې یي باید له کورنیو عایداتو څخه پوره شي.

د امریکا د متحده ایالاتو کانګرس د جنورۍ میاشت کې د افغانستان لپاره د ۲۰۱۴ کال پراختیایي بودجه یو اعشاریه ۲ میلیارده ډالرو ته راټیټه کړه او دغې پریکړې له افغانستان سره د نورو هیوادونو پر مرستو هم ناوړه اغیز کړي دی.
XS
SM
MD
LG