د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

ایران په طبي پوهنتونونو کې د نارینه او ښځینه زده کوونکو انډول برابروي


ایراني چارواکي د یوه نوي پلان له مخې غواړي په دغه هېواد کې په طبي پوهنتونونو کې د نارینه او ښځینه زده کوونکو توازن برابر کړي.

د دغه هېواد چارواکې وایي، اوس مهال د دغو پوهنتونونو اویا فیصده زده کوونکو نجونې دي، خو د دوی په خبره همدا کار د دې سبب شو چې لېرې پرتو سیمو ته روغتیایي خدمات سم ونه شي رسیدلی.

بل خوا یو شمېر منتقدین د دغه پلان عملي کول د ښځو په وړاندې تبعیض او د ښځو د پرمختګ د محدودلو لپاره بهانه بولي.

شاوخوا شل کاله وړاندې په ایران کې اویا فیصده ډاکټران او طبي زده کوونکې نارینه وه، خو نن دغه شمېره سرچپه شوې.

په دغه هېواد کې د طب د محصلانو اویا فیصده یې ښځې دي.

پریسا هم د هغو زرګونو نجونو څخه یوه ده چې په ایران کې په طبي زده کړو بوخته ده.

دې ازادۍ راډیو ته ویلي، چې اوسنی حالت ښیې چې په ایراني ټولنه ښځې له ټولو محدودیتونو سره سره کولای شي ډیر څه لاسته راوړي.

تیره میاشت د ایران د روغتیا وزیر حسن هاشمي ویلي وو، چې هېواد یې پر داسې لارو غور کوي چې د ښځینه طبي زده کوونکو شمېر محدود کړي.

ایراني رسنیو د مارچ پر څلورمه د نوموړي له قوله ویلي وو، چې وایې په هېواد کې نارینه نرسانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده او دا سهمیه باید په راتلونکې کې برابره شي.

هاشمي دغه راز ویلي وو، چې د احتمالي انتقادونو له کبله د دغه اقدام د اعلان جرءت نه لري.خو په عمومي بحثونو کې داسې ښکاري چې په پوهنتونونو کې د لاډیرو نارینه زده کوونکو په منلو سره به دغه هېواد وتوانیږي په لېرې پرتو سیمو کې د ډاکټرانو د کموالي ستونزه هواره کړي.

د ایران د روغتیا وزیر مرستیال امیرمحسن ضیایې ایسنا خبري آژانس ته ویلي، چې اوس مهال لیرې پرتو سیمو ته د روغتیایې کارکوونکو د لیږلو په برخه کې ستونزې شته.

هغه ویلي په ایران کې د نارینه نرسانو، ډاکټرانو او متخصصینو شمېر کم دی. نو له همدې کبله د ده په خبره د ایران د طبي خدماتو د سیستم د سمولو لپاره پکار ده، چې د روغتیا وزارت په طبي پوهنتونونو کې د زده کوونکو په جنسیتي سهمیې کې بدلونونه راولي.

دا چې ولې په لېرې سیمو کې نارینه ډاکټران مناسب ګڼل کېږي، روښانه نه ده.

چارواکې باورلري په هغو سیمو کې چې ښځې له ټولنیزو محدودیتونو سره مخامخ دي، هلته نارینه ښه کار کولای شي.

ځیني حقوقپوهانو بیا ادعا کوي چې ښځې په خپله په لېرې پرتو سیمو کې کار کول ردوي.

اوس مهال دې ته اړتیا ده چې هغه طبي محصلین چې د ایران له پوهنتونونو فارغیږي، په لیري سیمو کې له دوو تر څلورو کلونو پورې کار وکړي، خو داسې ښکاري چې دا سیستم ناکامه شوی دی.

د ژوند ناسم شرایط او په لېرې پرتو سیمو کې د علمي او مسلکي امکاناتو کموالی له هغو عواملو دي، چې ښځینه او نارینه ډاکټران دواړه نه غواړي هغو سیمو ته ولاړ شي.

دغې ستونزې ته بابک مقدم هم چې په ایران کې د اعصابو جراح دی، اشاره کړې:

(هغه کلونه چې نارینه وو، د طبي محصلینو اویا ترپنځه اویا فیصده جوړول، ایا موږ وتوانیدلو چې په لېرې ځایونو کې د اوږدې مودې لپاره اوسیدو ته ډاکټران جذب کړو؟

ځواب نه دی. ستونزه دا ده چې موږ په هغو سیمو کې داسې شرایط نه دي برابر کړي چې ډاکټران د اوږدې مودې لپاره په کې و اوسیږي او کار وکړي.)

د ښځو د ورځې په مناسبت چې په ایران کې د اپریل پر ۲۰ ولمانځل شوه ولسمشرحسن روحاني د ښځو او نارینه وو لپاره د یوشان امکاناتو خبره وکړه.

ولسمشر روحاني وویل، چې لا اوس هم ځیني کسان په ټولنه کې د ښځو حضور ته د یوه ګواښ په سترګه ګوري.

بل خوا د ایران د تعلیمي سیستم یو متخصص سعید پیوندي ویلي، چې په طبي پوهنتونونو کې د ښځو د فیصدۍ د بدلون پلان به ښایې د ښځو پر وړاندې تبعیض وګڼل شي.

ښآغلی پیوندي چې په یوه فرانسوي پوهنتون کې ټولنپوهنه تدریس کوي، وایې له کلونو راهیسې ایران د ښځو د پرمختګ د محدودولو لپاره بهانې کړي او د هغو د ودې څارنه یې کړې ده:

(دوی نه غواړي چې ښځې په یوه متوازن او سالم ډول پرمختګ وکړي.

دوی پرښځو محدودیتونه لګوي ترڅو د هغوی د ودې څارنه وکړي.)

ښاغلی پیوندي وایې، په طبي پوهنتونونو کې د ښځو د حضور د کمولو هره هڅه د هغوي د حقونو څخه سرغړونه ده.

په ایران کې د طب زده کوونکې هم وایې، د نارینه وو د سهمیې په ډیرولو سره په لیري پرتو سیمو کې د روغتیایې خدماتو د ودي پلان ناکام بولي.
XS
SM
MD
LG