د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

ناجیه طارق: له هرو ۴افغانانو څخه یو يي له رواني ستونزو رنځ وړي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په هرو څلورو افغانانو کې یو له رواني ستونزو رنځ وړي.

د دې وزارت مسئولینو د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان په هرو څلورو کورنیو کې یوه رواني ناروغ لري.

ځیني ارواپوهان بیا وایي، چې د رواني ستونزو د مخنیوي یوازنۍ لاره سلامشوره ده.

ناامنۍ، بې کاري، کورنی تاوتریخوالی، کډوالۍ، اجباري ودونه او ځینې نورې ستونزې په افغانستان کې ترډیره د رواني ستونزو او ناروغیو سبب کیږي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو مرستیالې ناجیې طارق، د چهار شنبې په ورځ په کابل کې وویل، چې رواني ستونزې د مرګ لامل نه کیږي، خو ترډیره د زړه او تنفسي ناروغیو او خوارځواکۍ سبب کیږي:

″څیړنو ښودلې چې په هرو څلورو کسانو کې یو د خپل ژوند پر مهال له رواني ستونزې څخه رنځیږي، او په هرو څلورو کورنیو کې یوه رواني ناروغ لري، بله مهمه مسئله داده چې رواني ناروغۍ په پراخه توګه د خلکو د معلولیت سبب کیږي او هر رواني ناروغ، د کورنۍ او ټولنې د اوږو بارکیږي.″

میرمن طارق دغه څرګندونې د ۶۷ رواني او ټولنیزو سلاکارانو د فراغت په غونډه کې وکړې.

نوموړې وویل، چې عامې روغتیا وزارت د رواني ستونزو او ناروغیو د درملنې لپاره لازم اقدامات کړي او کوي یی.

په همدې حال کې ځینې ارواپوهان وایي،چې د رواني ستونزو یوازنۍ حل سلا مشوره ده.

ارواه پوه شرف الدین عظیمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

″د رواني ناروغیو یوازنې حل مشوره ده، خو په ځینو مواردو کې دا ناروغۍ ددې لامل کیږي چې ډاکتر او درملو ته ضرورت پیدا شي، خو بیا هم وایم چې مشوره د رواني ناروغیو یوازنۍ لاره ده، له دې پرته بله لار نه لرو.″

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې نږدۍ درې سوه رواني سلاکارانو ته ښوونه او روزنه ورکړې، چې پنځوس فیصده یې میرمنې دي.

دغه سلاکاران اوس په بیلابیلو مراکزو کې خلکو ته د رواني ستونزو په اړه مشورې ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت وایي، هڅه کوي، چې د عامه پوهاوي له لارې په هیواد کې د رواني ناروغیو کچه را کمه کړي.

راپور: اسدالله لودین- کابل
XS
SM
MD
LG