د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

دادرس: لا هم بهرنیان په کندهار او هلمند زندانونه لري


د جمهور رییس کرزي له خوا ټاکل شوي پلاوی وایي، چې په کندهار او هلمند کې بهرني ځواکونه لا هم زندانونه لري.

د دې پلاوي غړي عبدالشکور دادرس د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا زندانونه تر ډیره امریکایي او بریتانیوي ځواکونو پورې مربوط دي.

د ولسمشر کرزي له خوا ټاکل شوی پلاوی تاییدوي، چې په کندهار او هلمند کې د بهرنیو ځواکونو د زندانونو په اړه به ډیر ژر خپل راپور بشپړ او د اقداماتو لپاره به یې جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.

د دې پلاوي غړي عبدالشکور دادرس وایي، د دوی څیړنو وښوده چې امریکایي او بریتانیوي ځواکونه د کندهار په هوایي ډګر او هلمند ولایت کې زندانونه لري.

ښاغلي دادرس د پنجشنبې په ورځ له هلمنده پر ټیلیفون ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې زندانونو کې د افغان بندیانو شمېر نه دی معلوم خو څرګنده یې کړه چې په دې ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو څو زندانونه موجود دي.

دا پلاوی په دې وروستیو کې د جمهور رییس کرزي د فرمان پر اساس ټاکل شوی ترڅو په کندهار او هلمند کې د بهرنیو ځواکونو د زندانونو په اړه څیړنې وکړي.

عبدالشکور دادرس وویل، چې د کندهار په هوایي ډګر کې یې خپلې څیړنې بشپړې کړي خو په هلمند کې لا هم د دوی تحقیقات دوام لري.

په کندهار او هلمند کې د امریکایي او بریتانوي ځواکونو د زندانونو خبر په داسې حال کې خپریږي چې افغان حکومت د بګرام له زندانه د څه باندې شپیتو تنو بندیانو د خوشې کیدو له امله د امریکا له سخت انتقادونو سره مخامخ شو.

افغان حکومت څو میاشتې مخکې د سلګونو نورو بندیانو ترڅنګ هغه لسګونه بندیان هم د اسنادو د نشتوالي له امله له بګرام زندانه ازاد کړل چې امریکا او ناټو خطرناکه بلل او ویل یې، چې لسګونه افغانان او بهرنیان یې وژلي دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د سره صلیب د نړېوالې کمیټې ویاند رفیع الله ستانکزی وایي، چې دوی په هر زندان کې وضعیت څیړي او په اړه یې چارواکو او د بندیانو کورنیو ته معلومات ورکوي.

افغان حکومت وایي، چې د افغانستان د نافذه قوانینو او د ولسمشر کرزي د وړم کال د فرمان پر اساس بهرني ځواکونه حق نه لري چې په افغانستان کې زندانونه ولري.

امریکایي او بریتانوي ځواکونو تر اوسه په کندهار او هلمند کې د خپلو زندانونو په اړه څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG