د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

خلوتګر: د بیان ازادي دې یوازې په خپله خبري ټولنه کې محدوده نه پاتې کیږي


په کابل ښار کې څلور واټونه د بیان د ازادي، ازادي، اساسي قانون او د مشروطیت په نومونو ونومول شول.

دا واټونه د افغانستان د خبریالانو د ټولنو په وړاندیز د اطلاعاتو فرهنګ وزارت له خوا رسماً د پنجشنبې په ورځ ونومول شول.

د بیان د ازادۍ، مشروطیت، اساسي قانون او ازادی په نوم نوي نومول شوي واټونه د کابل په شهرنو کې او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجي په وړاندې پراته سړکونه دي.

نۍ یا په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې مشر مجیب خلوتګر د پنجشنبې په ورځ د کابل د شهرنو په سیمه کې د بیان د ازادي په نوم د یوه واټ د نومول کیدو په وخت وویل، دوی غواړي د بیان د ازادۍ غږ سړکونو ته راووځي.

ښاغلي خلوتګر وویل، دا چې د رسنیو او خبریالانو په وړاندې ډيرې پيښې په لویې څارنوالۍ کې ثبت دي نو د همدې ارګان مخ ته تیریدونکی سړک د بیان د ازادۍ په نوم شو:

″په افغانستان کې د خبریالانو ټولنه همیش په دې هڅه کې وه چې د بیان ازادي یوازې په خپله خبري ټولنه کې محدوده پاتې نه شي بلکې دا باید تر خلکو ورسيږي.

نو د خبریالانو ټولنو پیشهاد وکړ، چې دا سړک د بیان د ازادۍ په نوم ونومول شي او دا چې دا سړک د افغانستان د لویې څارنوالۍ مخې ته تیریږي او د خبریالانو په وړاندې ډيرې قضیې د څارنوالۍ سره پرتې دي نو موږ همدا سړک غوړه وګاڼه چې د بیان د ازادۍ په نوم شي.″


نوموړي وویل، چې دوی او په افغانستان کې د خبریالانو ټولنو، د بیان د ازادۍ او خبریالانو ته د درناوی په خاطر د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت ته پیشنهاد وکړ، چې په کابل ښار کې دا واټونه د بیان د ازادۍ، اساسي قانون، مشروطیت او ازادۍ په نومونو کړي.

د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین په یادو مراسمو کې وویل، چې د هېواد د خبریالانو هڅې او د بیان د ازادۍ لپاره د دوی قربانۍ د قدر وړ دي، ښاغلي رهین وویل:

″د مطبوعاتو او رسنیو قدرمنې کورنۍ ته نن د خوشحالۍ ځای ده چې د مطبوعاتو نړېوالې ورځې ته په نږدې کیدو موږ څلور واټونه د بیان د ازادۍ، مشروطیت، اساسي قانون او ازادۍ په نومونو نومول کیږي.″

نوموړي وویل، چې د بیان د ازادۍ او خلکو ته په وخت د پیښو په اړه د معلوماتو رسول په تیره بیا د انتخاباتو په ملي پروسه کې د خبریالانو رول ډیر د ستایلو وړ دی او د ژورنالستانو دا هڅې به هرو مرو هېواد د یوې ښې راتلونکې په لور بوځي.
XS
SM
MD
LG