د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

نور: که انتخابات دوهم پړاو ته لاړ شي چمتوالی ورته لرو


د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايې، که د جمهوري ریاست انتخابات دویم دور ته ولاړ شي دوی ورته پوره چمتوالی نیولی او له مخکې یې ځیني تدابیر هم ورته نیولي دي.

بل خوا ځیني امنیتي کتوونکي وايي، په دویم دور انتخاباتو کې به امنیتي ګواښونه لا ډیر وي ځکه وسلوال مخالفین غواړي د لومړي دور انتخاباتو غچ واخلي.

که څه هم دویم پړاو ته د انتخاباتو تلل، تر اوسه یو احتمال دی، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسون له مخکې یې له اړوندې کمپنۍ سره د رایو پاڼو د چاپ چې یوازې د دوو مخکښو کاندیدانو نومونه به په کې وي، خبرې کړي دي.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نور ازادۍ راډيو ته وویل، که چیرې انتخابات دویم پړاو ته لاړ شي کمیسون پوره چمتووالی لري:

(کاملآ کوم پلان چې موږ ترتیب کړی و، همدا و چې باید دې مسالې ته مو پام کړی وی، چې خوشبختانه موږ له کمپنۍ سره بحث کړی دوه هغه کاندیدان چې په لومړي دور کې ډيرې رايي واخیستې نوم، لوګو او تصویر به يې ولیږو ترڅو ژر تر ژه چاپ او بیرته افغانستان ته داخل شي.)

ځیني وکیلان او څیړونکي د قسمي رایو نتایجو ته په کتو اټکل کوي چې هیڅ یو کاندید به پنځوس جمعه یو رایې ترلاسه نه کړي او د جمهوري ریاست انتخابات به دویم دور ته ولاړ شي.
د ولسي جرګي غړي محمد اکبر ستانکزي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون باید په دویم دورکې کاملآ خپله بې طرفي وساتي.

د انتخاباتو د دویم پړاو په اړه په داسې حال کې خبرې کیږي، چې یو شمېرکارپوهان او عام خلک اندیښنه څرګندوي چې ممکن په دویم دور انتخاباتو کې د وسله والو مخالفانو حملې لا ډيري شي.

د پوځي چارو کار پوه جنرال عتیق الله امرخیل ازادۍ راډيو ته وویل، چې دا ځل وسله وال مخالفان له پخوا ډير مجهز شوي ترڅو د تیرو انتخاباتو غچ واخلي.

نوموړي په ټينګار سره وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه باید له پخوا ډير چمتوالی ونیسي.

که څه هم د حمل په شپاړسمه نیټه د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د امنیت ټینګولو له امله افغان ځواکونه ستایل شوي دي، خو مخالفینو په دې ورځ د انتخاباتو د ګډوډولو ډیرې هڅې کړې وې.

د دفاع وزارت وايي، چې د انتخاباتو په ورځ وسلوالو مخالفینو شپږ سوو نوي حملې کړې وې.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې په دې ورځ درویشت تنه ووژل شول چې اکثره امنیتي کسان و او یو سلو درې نور ټپیان شول.

خو د انتخاباتو د امنیت لپاره د ځانګړي امنیتي کمیسیون مشر جنرال محمد سالم احساس وایي، په ولایتونو کې امنیتي ځواکونه ځای په ځای دي او که انتخابات دویم دور ته ځي امنیت به یې ټینګ شي.

جنرال احساس وایې، چې د انتخاباتو له کمیسیون سره په همغږۍ یې په دې برخه کې کار کړی.

نوموړي وویل، چې د کورنیو چارو وزارت د شپږو میاشتو لپاره د تیرو انتخاباتو په امنیتي پلان کار وکړ او د مخالفینو له ګواښونو سره سره د حمل د شپاړسمې نیټې انتخابات ښه ترسره شول.

خو دا مهال چې د انتخاباتو د دویم پړاو په اړه خبرې کیږي خلک په دې اړه مختلف نظرونه لري.

ځینې وايي، یو ځلې یې د امنیت خطر او نورې ستونزې په ځان منلې او رایې ورکړې او بیا نه غواړي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.

خو ځینې خلک وايي، چې بیا به هم په پوره شوق په انتخاباتو کې برخه واخلي.

خو په عین حال کې فیفا یا په افغانستان کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو د موسسې چارواکې بیا له ټولو خلکو غواړي چې د تیرو انتخاباتو په څير پراخ ګډون وکړي.

د دې موسسې ویاند فهیم نعیمي ازادي راډیو ته وویل که چیري انتخابات دویم پړاو ته و لاړ شي څارونکې ادارې به یې څارنه وکړي.

که څه هم داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې ځینې هڅې رواني دي چې د اتیلافي حکومت په رامنځ ته کیدو سره د انتخاباتو د دویم دور مخه ونیول شي، خو د انتخاباتو مخکښ کاندیدان وايي چمتو دي چې دویم دور کې سیالي وکړي.

دواړو مخکښو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني د ایتلافي حکومت جوړیدل رد کړي دي.

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG