د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۱

حامد مير وايي، له "اى. اېس. اى" څخه زيات خطر را پېښ و


د پاکستان نوميالي ژورناليست حامدمير تر ټپي کېدو پينځه ورځې وروسته پرون د هوش په حالت کې يو ځل بيا ادعا کړې؛ چې تر ټولو زيات له استخباراتي ادارې "اى. ايس. اى" څخه خطر ور پېښ و. پر نوموړي د تېرې شنبې په ورځ په کراچۍ کې نامعلومو کسانو ډزې وکړې او سخت يې ټپي کړ.

د اپرېل پر نولسمه نېټه په کراچۍ ښار کې په مرګوني بريد کې ټپي شوى ژورناليست او د پاکستان د شخصي جيو ټلويزون د (کېپيټل ټاک) خپرونې کوربه حامد مير د پنجشنبې په ورځ په هوش کې راغى او په خپله لومړنۍ اعلاميه کې يې وويل؛ چې ژوند ته يې تر ټولو زيات خطر له استخباراتي ادارو څخه پېښ و.

د حامد مير ورور عامر مير تر اغاخان روغتون دباندې خبريالانو ته د خپل ټپي شوي ورور ليکلې اعلاميه واوروله؛ چې په کې يې ويلي، ده تر ټپي کېدو مخکې لا د احتمالي خطر په اړه د جيو ټلويزون مشران؛ د کورنۍ کسان او نيژدې ملګري خبر کړي وو؛ چې ده ته د دولتي او غيردولتي اړخونو له خوا ګواښونه کېږي.

ورور يې عامر مير وايي چې، څه موده مخکې يې د يوې استخباراتي ادارې کسان کور ته ورغلي و او ورته ويلي يې وو، چې د ده نوم د هغو ژورناليستانو په ليست کې شامل دى؛ چې له احتمالي خطر سره مخامخ دي:

حامد مير وايي، د ده کور ته ورغليو استخباراتي مامورينو ته ويلي وو، چې په اوسنيو حالاتو کې ده ته تر ټولو زيات خطر د "اى. ايس. اى" له خوا څخه دى. د ورکو بلوڅانو لپاره د ماما قدير بلوڅ د اوږده لاريون په اړه پر ځانګړي پروګرام باندې هم د "اى. ايس. اى" اداره ورڅخه زياته خفه وه او په سياست کې د استخباراتي ادارو پر رول باندې په نقد هم ځنې خفه وه.

په ٢٠١٢م کال کې هم په اسلام اباد کې د حامد مير د وژلو هڅه شوې وه او تر کور دباندې د هغه موټر ته بم ايښول شوى و؛ خو تر چاودلو مخکې کشف شو او بم يې ناکاره کړ. عامرمير د خپل ورور حامدمير له خولې وايي، چې له وخته سره به د ده د وژلو د هڅو تر شا پټ لاسونه افشا کړي:

"کوم چا چې په اسلام اباد کې زما تر موټر لاندې بم ځاى پر ځاى کړى و؛ هغوى ولې تر اوسه رسوا نه کړاى شول؛ په داسې حال کې چې د پاکستان وسله والو طالبانو د هغه مسووليت هم منلى وو؛ تر دې مخکې هم چې کومو ډلو ماته د وژلو ګواښونه کړي؛ د هغوى ټليفون شمېرې مې د اسلام اباد پوليسو ته سپارلې، پوليسو يې ولې په خلاف د اقدام کولو په برخه کې کمزوري وښووله؛ کومو کسانو چې زما پر بچیانو بريد وکړ؛ پوليسو ته پر خبر ورکولو برسېره د هغوى په خلاف هم هيڅ ګام پورته نه شو."

حامدمير وايي، چې د ده جګړه د پاکستان د پايښت، د ډيموکراسۍ د ټينګښت، د ترهګرۍ د له منځه تلو، د قانون د غښتلتيا، د وينا د ازادۍ د خونديتوب او د کوچنيو ايالتونو د حقونو او د بې وزلو خلکو د ږغ پورته کولو لپاره ده، چې په هيڅ ډول به تر لاس پر سر نه شي.

په پاکستان کې تر حامدمير وړاندې هم په لسګونو خبريالان وژل شوي او ګواښل شوي دي، خو دا لومړى ځل دى چې پر يوه ژورناليست په بريد کې د پاکستان استخباراتي اداره "اى. ايس. اى" په مستقيم ډول تورنه شوې ده. پر حامدمير د بريد د قضيې د پلټنې لپاره د پاکستان د سترې محکمې د قاضيانو درې کسيز قضايي پلاوى ټاکل شوى دى.

د يادونې وړ ده، چې د حامد مير له خوا د پاکستان پر استخباراتي اداره اى ايس اى باندې تر تور پورې کولو وروسته په ژورناليستانو کې مخالفتونه پيدا شوي دى. بلې خوا ته د پاکستان د دفاع وزارت په غوښتنه د برېښنايي رسنيو د انسجام ادارې (پېمرا) د جيو ټلويزون پر خپرونو د پاکستان د اکثرو ښارونو په نظامي سيمو کې بنديز لګولى دى.

رپوټ: بارکوال مياخېل
XS
SM
MD
LG