د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

په سرپل کې وروستیو سیلابونو د سر او مال زیانونه اړولي


د سرپل ولايت په سوزمه قلعه ولسوالۍ كې د سختو ورښتونو له امله د تېرې شپې سيلاب د يادې ولسوالۍ شاوخوا ۱۵۰ تنو ته د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ لسګونه تنه نور ترۍ تم كړي دي.

د سوزمه قلعې ولسوالۍ د قومي سپين ږيرو او امنيتي منسوبينو په خبره چې د تېرې شپې سختو ورښتونو او سيلاب له امله شاوخوا ۲۵۰۰ كورنيو ته مالي خساره ور اوښتې ده.

د دوى په خبره چې لا هم سيمې ته مرستې نه دي رسېدلي او د سوزمه قلعې د ولسوالۍ او امنيې قومندانۍ ودانۍ تر اوبو لاندې دي.

د دې ولسوالۍ يوه امنيتي مسوول نعمت آزادي راډيو ته په اړه داسې وويل:

"تېره شپه ورښتونه پيل او تر سهاره يې دوام وكړ، شاوخوا ۲۵۰۰ كورنۍ يې زيانمنې كړې. ۱۵۰ تنو ته مرګ ژوبله هم اوښتې او ترڅنګ يې لسګونه تنه نور ترۍ تم دي."

د دې ولسوالۍ اوسېدونكي د سيلابونو له راوتلو سخت اندېښمن شوي او د سرپل ولايت له چارواكو څخه د عاجلو مرستو غوښتونكي دي.

دوى وايي، كه مرستې په موقع سره ورته ونه رسيږي؛ د تلفاتو شمېر به لا هم ډېر شي:

"سیلاب ډېر شديد و او راوتلو يې خلكو ته د مالي زيان ترڅنګ، ځاني تلفات هم درلودل، مونږ د مرستو په تمه يو، دې ورښتونو خلكو ته درانه تلفات هم در لودل."

له بل لوري د سرپل ولايت والي عبدالجبار حقبين آزادۍ راډيو سره په خبرو د يادې پېښو په تاييدولو سره وويل چې؛ سهار وختي يې سيمې ته مرستې استولي او خپله سروې يې په دې اړه پيل كړې ده:

"هو! سيلاب په سوزمه قلعه ولسوالۍ كې راوتى چې؛ خلكو ته يې هم مرګ ژوبله اړولې ده، مونږ سهار وختي خپلې لازمې مرستې سيمې ته استولي او سروى مو هم په دې اړه پيل كړې ده؛ خو د تلفاتو په اړه لا هم دقيق شمېر نه دى څرګند."

ښاغلي حقبين دې ته هم يادونه درلوده چې؛ سيلاب د دې ولسوالۍ اوسېدونكو ته سخت زيانونه اړولي خو د تلفاتو دقيق شمېر لا نه دى مشخص.

راپور: مجيب الرحمن حبيب زى
XS
SM
MD
LG