د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

د خدای بښلي احمد زبیر ژمن لنډه پېژندنه


د آزادي راډیو د پښتو څانګې اډیتراوتکړه خبریال احمد زبیر ژمن نن سهار وختي د ورپیښې ناروغۍ له امله وفات شو.

د ځوان خبریال احمد زبیر ژمن مړینه ازادي راډیوته ته لویه او نه جبران کیدونکې ضایعه ده.

مرحوم احمد زبیر ژمن د شنبې په شپه دوه بجې د پاکستان په پایتخت اسلام آباد کې په یوه روغتون کې د ورپیښې ناروغۍ له امله ومړ.

د آزادي راډیو مشرهاشم مهمند د احمد زبیر ژمن مړینه یوه لویه ضایعه وبلله:

"دا یوه لوه ضایعه ده زموږ لپاره، ژمن صاحب ډېر ځوان و، ژمن صاحب ډېر با استعداد و، ژمن صاحب یو وطنپاله شخصیت و او د ده وفات زموږ لپاره یوه لویه ضایعه ده او موږ ټول ډېر زیات خواشیني یو."

احمد زبیرژمن په ۱۹۸۲ میلادي کال کې یعنی له اوس نه دوه دیرش کاله مخکې د لوګر ولایت په مرکز د پادخواب شاهانې په کلي کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې.

مرحوم ژمن په ماشومتوب کې له خپلې کورنۍ سره پیښور ته مهاجر شو او ښوونځی یې هم تردولسم ټولګي پورې هلته ولوست.

هغه د ښوونځي په دوران کې هم له ژورنالیزم اوخبریالي سره مینه درلوده.

احمد زبیرژمن د کانکور له ازموینې وروسته د کابل پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي ته بریالی شو او په ۱۳۸۴ لمریزکال کې د دې پوهنځي د مطبوعاتوله څانګې فارغ شو.

مرحوم ژمن د ۲۰۰۷ میلادي کال د جون په څوارلسمه نېټه په کابل کې له آزادي راډیوسره د خبریال په توګه کار پیل کړ او د ۲۰۱۳ میلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نیټې د پښتوڅانګې د اډیټر په توګه وګمارل شو.

د آزادي راډیو خبریالان خان محمد سیند، ناجیه صافۍ او اسدالله لودین چې څو کلونه یې له مرحوم ژمن سره په یوه دفتر کې کار کړی د هغه په اړه وایي:

"۱- د زبیر ژمن د مرګ خبر یو کلک ګذاز و؛ چې پر موږ وشو، ژمن ښه دوست و او په دوستۍ ډېر ښه پوییده، ژمن په ځان باوري ژورنالیست او خپل کارونه یې ترډېره په چپه خوله ترسره کول، له کار سره مینه او ورځنۍ ژورنالیستیکي چارې یې تر ډېره له همکارانو سره شریکولې.

۲- د هغه د مرګ د خبر په اورېدو سره ډېر غمجن یو، زه خپله له ژمن څخه ډېرې خوږې خاطرې لرم او په هره برخه کې مې ترې ډېر شیان زده کړي دي.

۳- احمد زبیر ژمن یو با حوصله انسان او په خپل مسلک کې رسېدلی یو شخصیت و؛ له همکارانو سره په راډیو کې د ده چلند د ملګرتیا په فضا کې و؛ همیشه به یې په شونډو مسکا وه، غصه یې نه کولو، د ده کمی به زموږ په ژوند کې یو رنځ وي."

احمد زبیرژمن په پښتو او درې سربیره په انګلیسې او اردو ژبو هم روانې خبرې کولې او د خبریالي ترڅنګ یې د کتابونو له لیکلو او ژباړلو سره هم ډیره مینه درلوده.

هغه له آزادي راډیو نه مخکې له ځینو نورو رسنیو سره هم کار کړی او لکه څنګه چې تخلص یې ژمن و؛ په خپل کار کې همداسې ژمن و.

زبېر ژمن واده کړی و او د واده ثمره یې د مروې په نوم یوه درې کلنه لور ده چې؛ په دفتر کې به یې هم هر وخت ډېره یادوله.

زبیر ژمن ډېر وطن پاله او د ملي افکارو خاوند و او هروخت یې د دې پلوي کوله چې باید ستونزې او مسایل د تفاهم او خبرو اترو له لارې حل شي.

احمد زبیر ژمن ولاړ، خو موږ ټول په دې باور یو چې؛ خاطرې به یې تل زموږ په ذهنونو کې وي.

روح دې ښاد و اوسي.

XS
SM
MD
LG