د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

کري: هیله ده په څو ساعتونو کې انتخاباتي ستونزې حل شي


د امریکا د بهرنیوچارو وزیر هیله څرګنده کړې چې؛ په راتلونکو څو ساعتوکې د افغانستان لپاره داسې یو حل وموندل شي چې؛ د دې هیواد د ولسمشرۍ انتخابات پر هغه لاره بدل شي؛ چې شدیده اړتیا ورته لري.

جان کري نن په کابل کې خبریالانو ته ویلي؛ په افغانستان کې د امریکا راتلونکې ګټې د افغانستان د دې ډيموکراټیکې پروسې یعنې انتخاباتو په بریالیتوب پورې تړلی دی.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې؛ امریکا په افغانستان کې خپلې ګټې د خپلو عسکرو له ځای پر ځاي کولو سره نه بلکې د افغانانو له راتلونکي ثبات سره تړلې ګڼي:

"امریکا دلته د ډیرې علاقمندۍ یو عمده ټکی لري او هغه د افغانستان خلک دي او دا چې د همدې افغانستان خلک داسې یو حکومت ولري چې؛ ټول ولس یې د یوې مشروع او ډیموکراټیکي پروسې پر اساس په رسمیت وپيژني.

موږ متحد، باثباته او ډیموکراټیک افغانستان غواړو. د افغانستان جمهور رییس که هر څوک وي؛ دا مهمه ده چې، افغانان يې په رسمیت وپيژني او د یوې مشروع پروسې له لارې واک ته رسیدلی وي."

جان کري نن د دویمې ورځې لپاره په کابل کې د جمهوري ریاست له کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سره خبرې کوي؛ څو د انتخاباتو پر سر لانجې ته د حل لاره پيدا کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون کابل ته ورسید او له جمهور رییس حامد کرزي سره یې ولیدل.

کري وویل، هیواد یې په افغانستان کې د انتخاباتو د داسې پروسې د رامنځ ته کولو هڅې کوي چې؛ هر هغه چا ته چې د افغانستان رهبري اخلي مشروعیت ورکړي.

په عین حال کې د افغانستان د جمهوري ریاست دواړه انتخاباتي ټیمونه وایي؛ چې له احمدزي او عبدالله سره د جان کري خبرې همدا اوس په کابل کې د امریکا په سفارت کې روانې دي.

د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم ویاند عباس نویان څو دقیقې مخکې آزادي راډیو ته وویل چې؛ دا خبرې اترې تراوسه نتیجې ته نه دي رسیدلي؛ خو څرګنده یې کړه چې، د ایتلافي حکومت مسالې به په دې خبرو کې مطرح نه وي:

"زه ګمان نه کوم چې ښاغلی جان کري دواړو کاندیدانو ته د ایتلافي حکومت وړاندیز وکړي؛ ځکه تردې وړاندې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت له کومې اعلامیې په دې اړه خپرې شوې په هغو کې د خلکو رایې اساسي بلل شوي.

هغو هیله څرګنده کړې وه، چې د خلکو تصمیم د دواړو انتخاباتي ټیمونو د منلو وړ وګرځي."

په همدې حال کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم غړی مسلم سعادت وایي چې؛ لاتراوسه په دې خبرې کول له وخت نه مخکې دي چې؛ د ایتلافي حکومت مساله هم په دې خبرو آترو کې شامله ده اوکه نه.

خوده وویل چې له ډاکټراحمدزي او ډاکټر عبدالله سره د جان کري د خبرو نتایج به نن د ورځې ترپایه معلومه شي:

"تراوسه په دې اړه موږ څه نشو ویلی؛ ځکه چې غونډه لا پای ته نه ده رسیدلې او له هغه ځایه تراوسه موږ ته معلومات نه دي راکړل شوي.

زموږ دریځ معلوم دی او کوم وړاندیزونه مو چې کړي وو؛ هماغه شان پرمخ ځو، تراوسه د ایتلافي حکومت په اړه څه نه شم ویلی؛ کله چې د غونډې نتایج ترلاسه شي؛ بیا کولای شو په دې اړه خبرې وکړو."

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې؛ د جمهوري ریاست د یوه کاندید عبدالله عبدالله دویم مرستیال محمد محقق له ځینو نړیوالو رسنیو سره په مرکې کې ویلي چې؛ د انتخاباتي ستونزې د حل لپاره دې د یوه کال لپاره موقت حکومت جوړ شي.

دغه راز ځینې داسې آوازې او تبصرې هم شته چې؛ هڅه کیږي چې، د افغانستان اوسنۍ انتخاباتي شخړه د یوه ایتلافي حکومت په رامنځ ته کولو حل شي؛ خو لاتراوسه دا نظرد انتخاباتي ټیمونو له خوا نه تایید شوی.

نو وبه لیدل شي چې، د ورځې ترپایه د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو سره د افغانستان انتخاباتي شخړې ته څه حل لاره پیدا کوي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG