د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

مسلمیار د انتخاباتي لانجې په حل کې د جان کري منځګړیتوب د شرم وړ کار بولي


د افغانستان د مشرانو جرګې رییس وايي؛ دا د افغانانو لپاره د شرم وړ خبره ده چې؛ د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چار وزیر جان کري راځي او د افغانستان د انتخاباتو لانجه هواروي.

فضل هادي مسلیمار د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل؛ انتخابات د افغانانو خپل کار و او دی په دې افسوس کوي چې، جان کري د افغانستان د انتخاباتو سرنوشت ټاکي.

"دا په ریښتیا هم د ټولو لپاره پیغور دی؛ هغه څوک چې ورته خوشحالیږي؛ دا د هغوی او د امریکا خپله معامله ده، موږ انتخابات د افغانستان د خلکو لپاره کړي وو؛ د افغانستان د خلکو انتخاباتو وو، په ریښتیا هم زه له زړه نه خپه یم؛ افسوس چې هرځلې انتخاباتو کې جان کري دلته راځي؛ د افغانستان د انتخاباتو سرنوشت ټاکي؛ په افغانستان کې انتخابات یعنې جان کري نور هیڅ انتخابات نه."

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه چې، د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو باید دغه کړکیچ خپله حل کړی وای؛ ځکه افغانان او دا وړتیا لري چې؛ خپلې ستونزې په خپله حل کړي.

خو په انتخاباتو کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د منځګړیتوب نه یوازې سناتوران بلکې اداري پلاوی هم بیلابیل نظرونه لري.

په داسې حال کې چې د مشرانو جرګې مشر د انتخاباتي لانجې د هواري لپاره د امریکا منځګړیتوب د شرم وړ بولي؛ خو د همدې جرګې مرستیال محمد عالم ایزدیار او ځینې نور غړي یې د دغه هېواد د منځګړیتوب هرکلی کوي.

د ښاغلي ایزدیار په وینا، په انتخاباتي لانجه کې د جان کري منځګړیتوب یوه اړیتا وه:

"هغه پرمختګ چې د انتخاباتي لانجې په حل کې مرسته وکړه؛ دغه یو مثبت ټکی دی او زه یې هر کلی کوم او دغه دهیله یوه دروازه وه چې؛ په هېواد کې دشته ستونزو لپاره خلاصه شوه."

افغانستان د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتو له دوهم پړاو وروسته ادعا وکړه چې؛ په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوي او ویې ویل، له همدې امله له انتخاباتي کمیسیونونو سره خپلې اړیکې پرې کوي.

په دې سره د افغانستان د انتخاباتو لانجه پراخه شوه؛ د دې لانجې د هواري لپاره د پنجشنبې په ورځ ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري کابل ته راغلی او د دې لانجې د هوارولو لپاره یې دوه ورځې له دواړو کاندیدانو سره خبرې وکړې.

د شنبې په ورځ ماښام دواړو کاندیدانو د جان کري په منځګړیتوب موافقه وکړه چې؛ ټولې رایې به بیا له سره شمېرل کیږي او وړونکی کاندید به د ملي یووالي حکومت جوړوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG