د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

د ایتلافي او ملي یووالي حکومت ترمنځ توپیر؟


د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر جان کري او د ملګروملتود سازمان د ځانګړي استازی یان کوبیش په مینځګړیتوب؛ د افغانستان د انتخاباتي لانجې له ختمېدو وروسته؛ د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو په هېواد کې د ثبات د راوستلو په هدف، د ملي یووالي د حکومت په جوړېدو موافقه وکړه.

د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو انتخاباتي ټیمونه وايي؛ د دواړو کاندیدانو د دې اندیښنې د لیرې کولو لپاره چې د کټونکي کاندید له اعلان وروسته پاتې راغلی کاندید له پامه ونه غورځول شي؛ دواړه ټیمونه به د ملي یووالي د حکومت په چوکاټ یو ځای سره کار وکړي.

دعبداله عبداله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم ویاند سیداقا فاضل سنچارکي وايي؛ کاندیدان موافقې ته رسیدلي چې؛ د انتخاباتو بریالی ټیم به، د بایلونکي ټیم د غړو په ګدون؛ د ملي یووالي حکومت جوړوي:

"د ملي وحدت د حکومت هدف دا دی چې؛ د بریالي کاندید د پروګرام په اساس جوړیږي او د مقابل لوري او نورو افغانانو له تجربو څخه به په کې کار اخیستل کیږي او په حکومت کې به شاملیږي."

د امریکا د متحدو ایالاتو د بنهرنیو چارو وزیرجان کري د دواړو کاندیدانو اشرف غنی احمدزی او عبداله عبداله سره له دوه ورځینو لیدو کتو وروسته د یکشنبې په شپه په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل؛ دواړه کاندیدان به د انتخاباتو له نتایجو وروسته، د ملي یووالی حکومت جوړ کړي.

همدارنګه اشرف عني احمدزی او عبداله عبداله ویلي چې، دواړه د ملي یووالي د حکومت جوړولو لپاره موافقې ته رسیدلي دي.

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم د ټیم یو غړي حمیداله فاروقي ازادي راډیو ته وویل؛ یوکاندید هم نه شي کولی، چې انحصاري قدرت ولري، نو ځکه به نوی حکومت د دواړو ټیمونو د تجاربو پر بنسټ جوړ شي:

"دا به داسې یو حکومت وي، چې بریالی ټیم به یوازې خپل پلویان نه بلکې د مقابل لوري له متخصصینو څخه هم کار اخلي او سربیره پردې به د جامعې هغه خلک چې د کار وړتیا ولري؛ کولی شي په حکومت کې شامل شي."

خو له خلکو سره دا پوښتنه پیدا شوې چې؛ د ملي یووالی حکومت به کوم ډول حکومت وي؟

حقوق پوهان وايي، له سیاسي پلوه، داسې حکومت ته ایتلافی ویل کیږي او د ملي یووالي حکومت ورته نه شي ویل کیدلی.

د حقوقو پوهنځي استاد نصراله ستانکزی په دې نظر دی چې؛ د ملي یووالی اصطلاح د ایتلافي حکومت پر ځای کارول شوې ده:

"د ملي وحدت مفهوم هغه وخت رامینځته کیږي چې؛ د دو نژادونو یا قومونو ترمینځ د جنګونو وروسته حکومت جوړیږي. دلته د ملي یووالی د حکومت د اصطلاح کارول سم نه دی. دوی چې کوم حکومت په ګوته کوي دا یو ایتلافي حکومت دی."

وروسته له هغی چې د افغانستان د انتخاباتو لانجه پراخه شوه امریکایي چارواکي رامخ ته شول او د ټولو رایو د بیا شمېرلو او د ملي یووالي د حکومت د جوړولو په طرح سره یې روانه لانجه ختمه کړه.

تردی پخوا، د جمهوری ریاست د دواړو کاندیدانو انتخاباتي ټیمونو، د ایتلافي حکومت جوړول رد کړي وو او اوس هم وايي چې، د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو هدف ایتلافي حکومت نه دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG