د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

ډاکټر عبدالله: د ارګون غم د ټولو افغانانو شریک دی


نجیب الله الوخېل

د یکشنبې په ورځ د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د وروستۍ پيښې د قربانیانو د کورنیو سره د غمشریکۍ له پاره دا ځل د ولسمشری بل تن نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله یادې سیمې ته ورغلی وو، نوموړي د ارګون د خلکو سره ژمنه وکړه، چې دی به د هېواد شتمن خلک وهڅوي، ترڅو د دې دردونکې پيښې له متاثرینو سره مرستې وکړي.

د ارګون د دردونکې پيښې غم یوازې د دې سیمې د خلکو غم او درد نه وو، بلکې دا د ټولو افغانانو ګډ درد او مصیبت وو، چې درست افغانان يې سخت ودردول.

یادې څرګندونې په افغانستان کې د ولسمشری د ټاکنو یو تن نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ د ارګون د پيښې د سیمې او قربانیانو د خپلو خپلوانو سره د کتنې پر مهال وکړې.

ډاکټر عبدالله سره د ارګون په سفر کې د اصلاحاتو او همپالنې د ټاکنیز ټیم یو شمېر مشران هم مله ول.

په هغه غونډه کې چې له همدې کبله د شهید سردار په پوځي چوڼۍ کې جوړه شوې وه، په سر کې د ارګون ولسوال محمدرضا خروټي وویل، ارګون ته د افغانستان د سیاسي مشرانو پام او ورتګ ارګونوالو ته د تېرې سه شنبې ورځې دروند غم، چې په کې لسګونه ملکي وګړي مړه او ټپیان شول راکم کړی دی.

"د ارګون ولسوالۍ یوه سرحدي ولسوالي ده، نن ورځ د ارګون د پيښې د شهیدانو او ټپیانو د پوښتنې او فاتحې او غمشریکۍ د پاره محترم ډاکټر صیب عبدالله عبدالله د ولسمشریزو ټاکنو یو تن نوماند دلته راغلی ده او ورسره قدرمن پلاوی راغلی ده، موږ يې قدرداني کوو او رښتیا وایو، چې دا دروند غم د دوی په راتګ سره ډېر کم شو او ډېر کمیږي."

د ولسي جرګې په پخوانۍ دوره کې د یاد ولایت استازي پیر سیداسحق ګیلاني په خپلو خبرو کې ارګون ته د جهاد او شهادت د سیمې نوم ورکړ او په وروستۍ ترهګریزې پيښې يې خپل خپګان په ډاګه کړ.

د غونډې په وروستۍ برخه کې ولسمشری ته نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلو خبرو په ترڅ کې له ارګونوالو سره د غم شریکۍ په لړ کې وویل، چې د ارګون پيښې غم او درد د ټولو افغانانو ګډ او شریک دی:

"موږ د دې له پاره راغلو چې په دې غمیزه خپل غم او درد له دې خلکو سره شریک کړو، دا غم یوازې د ارګون د خلکو نه وو، د ټول افغانستان غم وو، هغه ورځ په ټول افغانستان کې ماتم وو، اوس هم خلک په دې ماتم سخت دردمن او خفه دي."

ډاکټر عبدالله ژمنه وکړه، چې شتمن افغانان به وهڅوي، چې د پيښې د قربانیانو سره مرستې وکړي، نوموړي د ارګون خلک له دې کبله هم وستایل، چې په تېرو ټاکنو کې يې پراخه برخه اخیستې او ده ته يې ډېرې رایې ورکړي دي.

د یادونې وړه ده چې د ډاکټر عبدالله عبدالله وړاندې د ولسمشری بل تن نوماند ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي، افغان ولسمشر حامدکرزي، د کابینې ګڼ شمېر وزیران او د افغان حکومت ځني لوړپوړي غړي هم ارګون ولسوالۍ ته د خلکو سره د غمشریکۍ له پاره ورغلي ول.

XS
SM
MD
LG