د پاکستان پوځ وايې چې په هوايي بريدونو کې يې ۲۸ وسله وال وژلي دي.
دا عمليات د پاکستان په ناارامو قبايلي سيمو کې ترسره شوي دي.
په تېروعملياتو کې څرګنده شوه چې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
د پاکستان د پوځ له خوا په یوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې؛ د شوال په سیمه کې يې پوځي عمليات ترسره کړل چې په کې ۲۸ وسله وال وژل شوي دي.
شوال د ډيورنډ کرښې ته څېرمه سيمه ده. په دې سيمه کې په دې وروستيو کې ډېره زياته بمباري شوې ده. رويټرز خبري اژانس وايې، دا بمباري د هغو عملياتو برخه وه چې تېره مياشت پيل شول. د پاکستاني پوځ په وينا، د دې عملياتو موخه د طالبانو د خوندي ځايونو ځپل وه.
د پاکستان پوځ ددې سيمې ټولو وګړو ته حکم کړی دی چې سيمه دې پريږدي. خو ځيني کورنۍ اوس هم هلته پاتې دي ځکه چې يا يې د مالي ستونزو له کبله نه شو کولای چې نورو ځايونو ته ولاړ شي يا يې په کورونو کې ناجوړه خپلوان درلودل او يا يې داسي فکر کاوه چې د دوی سيمه به نه په نخښه کيږي.
ځايي خلک وايي، چې ډېرشمېر وسله وال د عملياتو له پيلېدو مخکې له سيمې ووتل. بې ځايه شوي خلک غواړي چې په چټکۍ سره بيرته خپلو کورو ته ولاړ شي.
د رويټرز خبري اژانس په وينا، ځايي خلک وايي چې په دې بمبارۍ کې د جمعې په ورځ ۹ ښځې، شپږ کوچنيان او دوه سړي وژل شوي دي.
امريکا پرپاکستان له پخوا ټينګارکاوه چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو خوندي ځايونه له منځه يوسي.
ويل کيږي چې طالبان او نور وسله وال له شمالي وزيريستان څخه په کار اخيستلو په افغانستان کې حملې کوي.
د پاکستان پوځ وايي، چې په سلګونو وسله وال يې وژلي دي خو دا شمېره خپلواکي سرچينې نه شي تاييدولای ځکه چې دا سيمه د خبريالانو پر مخ تړل شوې ده.