د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

ډوبنز له پاکستانيو چارواکيو سره د افغانستان او شمالي وزيرستان په اړه خبرې وکړې


د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي جيمز ډوبنز د پاکستان له جګپوړو سياسي و پوځي چارواکيو سره د افغانستان په روان او له دغه هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته وضيعت او په شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو په اړه خبرې کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت له خوا په يوې خپرې شوې خبر پاڼه کې ويل شوي، چې د افغانستان و پاکستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم له سلاکار سرتاج عزيز سره وکتل او په دوه اړخيزو اړيکيو سربېره يې ورسره د افغانستان په روان وضعيت او د ٢٠١٤م کال په پاى کې له دغه هېواد څخه د يو شمېر بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته حالت خبرې وکړې.

جيمز ډوبنز په داسې حال کې پاکستان ته په سفر راغلى، چې په دې وروستيو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ يو ځل بيا په ګډه پوله کړکېچ زيات شوى او پاکستان تور لګوي، چې له افغان خاورې پرې ترورېستي بريدونه کېږي.

خبرپاڼه کاږي، پاکستاني لوري له جيمز ډوبنز سره په کتنه کې يو ځل بيا پر خپل دې موقف ټينګار کړى، چې پاکستان د يوه سوکاله، پاثباته او يو موټي افغانستان غوښتونکى دى او په خبره يې، چې په افغانستان کې به د واک سوله ييز لېږد ددې په دې هېواد کې ډيموکراسي پياوړې کړي.

بلخوا د پاکستاني د پوځ د عامه اړيکيو د دفتر له خوا په يو خپور شوي بيان کې ويل شوي، چې د د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي د پاکستاني پوځ له لوى درستيز جنرال راحيل شريف سره هم کتلي او په سيمه ييز وضعيت او د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبآيلي سيمه کې يې ورسره په روانو پوځي عملياتو مفصلې خبرې کړي.

د افغانستان و پاکستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کړى، چې پاکستاني پوځ افغان پولې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي دي.

که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د شمالي وزیرستان په عملیاتو کي یواځې پاکستاني طالبان په نښه کېږي او د پاکستان پوځ په دې اړه د افغان حکومت قناعت نه دی حاصل کړی.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان د صدراعظم سلاکار جيمز ډوبنز ته ډاډ ورکړى، چې په شمالي وزيرستان کې يې له کوم امتياز و توپير پرته پوځي عمليات پيل کړي او د وروستي ترهګر تر وژلو پورې به دوام ومومي.

ياده دې وي، چې پاکستاني ځواکونه د جون له ١٥مې نيټې راهيسې په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو په اوږدو کې د ٤٥٠ کورنيو او بهرنيو وسله والو د وژلو ادعا کوي، خو خپلواکو او سيمه ييزو سرچينو لا تر دې دمه د پاکستاني پوځ ددغې ادعا تاييد و پخلى نه دى کړى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG