د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

په کابل کې انتحاري حملې ۴ بهرنیان ووژل او ۶ یې ټپیان کړل


په تیره نږدې یوه اونۍ کې دا دویم ځل دی، چې د کابل د پنځلسمې امنیتي حوزې په اړوندو تاسیساتو، د وسله والو مخالفینو له خوا حملې کیږي.

د سه شنبې په ورځ سهار شپږ نیمې بجې یوه انتحاري حمله کوونکي د قصبې په سیمه کې د بهرنیو سلاکارانو د یوه کمپ دننه حمله وکړه.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل؛ چې په دې حمله کې لس بهرنیو ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو افغان ټپي شوی دی:

"نن د ګپسن په نامه د بهرنیو ځواکونو پریو کمپ چی په پنځلسمه ناحیه کې پروت دی؛ یوه انتحاری حمله وشوه.

په دی کمپ کې اکثره بهرني مشاورین کار کوي. په پیښه کې د کمپ څلور نبپالي ساتونکي وژل شوي او شپږ ټپیان دي. په ټپیانو کې یو افغان دی."

په ځینو راپورونو کې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال جنرال ایوب سالنګي له قوله ویل شوي؛ چې په وژل شوو کسانو کې یو افغان ژباړونکی هم شامل دی.

یاد کمپ د کابل ښارپه پنځه لسمه ناحیه کې د عمومي سړک پرسر واقع او د کورنیو چارو وزارت د مخدرو موادو پرضد د مبارزې معنیت یې ترڅنګ پروت دی.

د سیمې خلکو ازادي راډیو ته وویل، چاودونه دومره زوره وره چې؛ د ګڼ شمېر دکانونو او کورونو ښیښې یې ماتې کړې؛ خو د سرزیان یې چاته نه دی رسولی.

"د دکاندارانو ډیرې ښیښې ماتې شوې؛ همدارنګه د کورونو هم.

خلکو ته د لسګونو زرو افغانیو مالي تاوانونه واوښتل؛ خو د سرله زیانه بچ دي."

که څه هم د پیښې په سیمه کې ګڼ شمیر خبریالان د څوساعتونو لپاره د پیښې جزیاتو ته منتظر وو؛ خو کوم چارواکي ورسره خبرې ونه کړې او کمپ ته د ننوتو اجازه هم ورنه کړل شوه.

تېره اونۍ همدې سیمې ته نږدۍ وسله والو طالبانو له یوې نیمکاره ودانۍ نه د کابل په نړیوال هوایي ډګر وسله والو حمله وکړه او سره له دی چی ټول وسله وال ووژل شول؛ خو نښتې څو ساعته دوام وکړ.

امنیتي کارپوهان وایي، ترڅو چې د افغان امنیتي ځواکونه خپل کشفي او استخباراتي فعالیتونه جدي نه کړي؛ د داسې پیښو مخنیوی به ګران وي.

راپور: خان محمد سیند

پخواني معلومات:

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د قصبې په خواجه بغرا سیمه کې د چاودنې له امله ۴بهرنیان وژل شوي او د یوه افغان په ګډون ۷تنه نور ټپیان شوي دي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش وایي، دغه چاودنه نن سهار شپږنیمې بجې د بهرنیو ځواکونو د ګپ سټند په نوم یوه اډه کې شوې، چې ترډیره بهرني سلاکاران په کې اوسي:

″کوم راپور چې موږ یې لرو څلورکسان وژل شوي او شپږ ټپيان دي، وژل شوي کسان ټول د نیپال اتباع وو، چې د دغه دروازې د امنیت ساتلو دنده یې لرله او په ټپيانو کې یو افغان دی.″

په ځینو راپورونو کې بیا د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال جنرال ایوب سالنګي له خولې ویل شوي، چې په وژل شوو کې یو افغان ژباړونکی هم شامل دی.

د پيښې پړه وسله والو طالبانو په غاړه اخستې او ادعا یې کړې، چې ګڼ شمېر بهرنیان په کې وژل شوي دي.

پخواني:

د کابل ښار د ۱۵مه حوزې اړوند خواجه بغرا سیمه کې یوه چادونه شوې.

افغان امنیتي چارواکو پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې په دې پېښه کې ۴ تنه وژل شوي شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي د پېښې په اړه ازادي راډیو ته وویل؛ چې پېښه سهار شاوخوا شپږنیمې د خواجه بغرا په سیمه کې چېرته چې د کورنیو چارو وزارت له نشه یي موادو سره د مبارزې اداره او د بهرنیو ځواکونو یو بېس موجود دی شوې.

ستانکزي وویل، د دوی د لومړنیو څېړنو له مخې چاودنه د بهرنیو ځواکونو په یوه مشترک بېس کې شوې او د پېښې قربانیان ټول بهرنیان دي. خو د چاودنې څرنګوالی لاتر اوسه روښانه نه دی.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالب وسله والو ویاند بولي د پېښې مسوولیت منلی او ویلي یې دي، چې په یوه تکتکي برید کې په همدې اډه کې دننه بهرنیو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا حمله په داسې حال کې کیږي، طالب وسله والو په افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او تېره پنجشبه یې هم د کابل پر هوايي ډګر وسله وال برید ترسره کړ.

XS
SM
MD
LG