د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

اوباما:پوتین باید بیلتون غوښتونکي نړیوالو څیړونکو سره همکارۍ ته اړباسي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما له روسیې څخه غوښتي دي چې؛ له خپل اغیز څخه دې کار واخلي او اجازه دې نه ورکوي چې د اوکراین په ختیځ کې روس پلوې بیلتون غوښتونکي د مالیزیايي الوتکې د نسکوریدو سیمې ته د نړیوالو څارونکو د ورتلو مخه ونیسي.

اوباما د دوشنبې په ورځ ناوخته په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال وویل؛ روسیه په ځانګړې توګه ولسمشر پوتین مسولیت لري چې؛ بیلتون غوښتونکي وسله وال له نړیوالو څیړونکو سره همکاری ته اړباسي او دا ډیر کم څه دي چې روسیه یې کولی شي.

”روسیه پر بیلتون غوښتونکو ډیر اغیز لري. هیڅوک له دې سترګې نه شي پټولی. روسیې د دوی د فعالیتونو ملاتړ کړی. روسیې دوی ته روزنه ورکړې، موږ پوهیږو چې روسیې دوی د الوتکو ضد توغندیو په شمول په وسلو سنبال کړي. د بیلتون غوښتونکو مهم مشران روسي اتباع دي. نو په اوکراین کې پر بیلتون غوښتونکو د روسیې مستقیم اغیز ته په پام روسیه او په ځانګړې توګه د دې هیواد ولسمشر ویلادیمیر پوتین مسولیت لري چې؛ بیلتون غوښتونکي په څیړونکې همکارۍ ته اړباسي او دا ترټولو کم کار دی چې روسیه یې کولای شي.“

ولسمشر اوباما زیاته کړې، په اوکراین کې روس پلوي بیلتون غوښتونکي او خپله روسیه د مالیزیايي الوتکې د نسکورېدو په اړه د څیړنو د امنیت د ټنیګښت مسوول دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، د اوکراین په ختیځ کې بیلتون غوښتونکي د پېښې له سیمې د شواهدو په پټولو تورن کړل چې؛ د نوموړي په وینا، د دوی دا کار پوښتنه راپورته کوي چې؛ بیلتون غوښتونکي څه غواړي چې پټ یې کړي.

بارک اوباما په روښانه توګه ونه ویل چې؛ له بیلتون غوښتونکو د روسیې د ملاتړ دوام به څه عواقب ولري؛ خو ویې ویل، روسیه به دې خپل دې چلن درنه بیه پرې کړي.

په عین حال کې د اوکراین حکومت، د هغه څه په اړه چې روسیې د مالیزیايي الوتکې د نسکوریدو په اړه ویلي؛ عکس العمل څرګند کړی او وايي، داسې ښکاري چې مسکو هڅه کوي؛ له دې ناورین څخه انکار وکړي.

د اوکراین د دفاع او امنیت د شورا ویاند اندري لیسینکو د دوشنبې په ورځ ناوخته وویل؛ شواهد ښيي، هغه راکټ چې دا الوتکه یې نسکوره کړې د هغو تروریستانو له خوا ویشتل شوی چې؛ د روسیې له فیدراسیون څخه وسلې او روزنه تر لاسه کوي.

تر دې مخکې د روسیې د دفاع د وزارت یو لوړ پوړي چارواکي "جنرال انډري کارتاپولوف" ویلي وو؛ د اوکراین حکومتي ځواکونو په سیمه کې دفاعي سیسټم ځای پر ځای کړی و چې؛ له همدې سیسټم څخه یو توغندی پر مالیزیايي الوتکه ویشتل شوی دی.

د نوموړې په وینا، په عین زمان کې چې مسافر وړونکي مالیزیايي الوتکه نسکوره شوه؛ په سیمه کې د اوکرایني ځواکونو یوه الوتکه موجوده وه. روسیې په دې څرګندونو داسې وښوده چې؛ ښايي د اوکراین حکومت په دې پېښه کې لاس ولري.

خو د اوکراین د دفاع او امنیت د شورا ویاند اندري لیسینکو وايي؛ روسیه د دې لپاره چې له دې تراژیدۍ انکار وکړي؛ بیلابیل تصویرونه او نقشې رسموي.

XS
SM
MD
LG