د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

"انتخاباتو هیواد د بحران په لوري بوولی او مسوول یې د انتخاباتو کمیسیون دی"


د افغانستان د ولسي جرګې اداري هیت په هیواد کې د ناامنیو د زیاتوالی؛ بې کاري او د خوراکي او نفتي موادو د بیو د لوړیدو علت وروستی انتخاباتي بحران بولي.

د دې جرګې لومړی مرستیال صدیق احمد عثماني چې د دوشنبې ورځې د جرګې ریاست یې کاوه؛ وویل چې، انتخاباتو هیواد د بحران په لوري بوولی او مسوول یې هم د انتخاباتو کمیسیون دی.

"انتخاباتو افغانستان بحران ته بیولای ده د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په دې اړه د خلکو په وړاندې مسوول دی او د دې مسوولیت د ختم په خاطر کمیسیون باید لږ تر لږه د تفتیش او رایو د شمیرنې پروسه په ډیر دقت سره پای ته ورسوي چې د هغې په نتیجه کې یو مشروع او قانوني جمهور رییس په افغانستان کې قدرت ته ورسیږي."

دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کیږي چې؛ یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت هم غوښتنه کړي چې؛ د رایو د تفتیش پروسه دې په بشپړ شفافیت ژر ترژره مکمله او نتیجه یې ملت ته روښانه شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې په مجومع کې یو زرو دری سوه او پنځه ویشتت ملي او نړیوال څارونکي د افغانستان د جمهوري ریاست په دویم دور انتخاباتو کې د کارول شوو ټولو رایو له څیړنو څخه څارنه کوي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي؛ هڅې یې پیل کړي چې، د دې پروسې د ژر بشپړولو لپاره لا ډیر ټیمونه وګماري.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نور د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل؛ چې کمیسیون ښه ظرفیت او امکانات لري؛ خو د پروسې د سرعت په خاطر دوی د نورو څارونکو په موجودیت ټینګار کوي:

"د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ښه ظرفیت او امکاناتو څخه برخمن دی؛ خو په دې پروسه کې د دخیلو خواوو استازي باید ډېر شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په پام کې لري چې له دې وروسته به سل ټیمونه په دوه شفټونو کې کار وکړي؛ تر څو دا پروسه ګړندی او په ټاکل شوي وخت پای ته ورسیږي."

د افغانستان ولسي جرګې اداري هیت په داسې وخت د انتخاباتو د اوږدي پروسي له امله په پیدا شوو ستونزو اندیښنه ښودلې؛ چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له دې وړاندې ویلي دي؛ د رایو بیا څیړنه به په درېیو اونیو کې بشپړه کړي.

XS
SM
MD
LG