د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

"پر شمالي وزیرستان د پاکستان عملیات افغان حکومت ته د منلو وړ نه دي"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پر خلاف، د پاکستاني پوځیانو عملیاتو د افغان حکومت قناعت نه دی ترلاسه کړي.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني وایي، چې په دې عملیاتو کې یوازې پاکستاني طالبان په نښه کیږي؛ نه هغه ډلې او طالبان چې، د افغانستان په ناامنیو کې ښکیل دي.

ښاغلي مستغني د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ په دې عملیاتو کې پاکستان ځواکونو د حقاني شبکی ځپلو ته کوم اقدام نه دی کړی:

"کوم عملیات چې په وزیرستان کې ترسره کیږي؛ افغان حکومت ته ځکه د منلو وړنه دي چې؛ یوازې د پاکستانی طالبانو پروړاندې عملیات کیږي؛ خو د حقاني شبکې پروړاندې په مشخصه توګه کوم عملیات نه دي شوي او دې شبکې ته تراوسه کوم زیان هم نه دی رسیدلی."

پخوا تردې افغان او پاکستاني چارواکو موافقه کړې وه چې؛ دواړه لوري باید د هغو ټولو تروریستي ډلو او وسله والو طالبان پر ضد عمل وکړي چې؛ په دواړوهیوادونو کې په ناامنیو کې لاس لري.

د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې د افغانستان د جمهور رییس د ملي امنیت د سلاکار او پاکستان چارواکو ترمنځ موافقه شوې ده چې؛ د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې به؛ د حقاني شبکې په شمول، ټول وسله والو طالبان او تروریستي ډلې په نښه کیږي.

د دواړو لورو ترمنځ د مذاکراتو وروسته؛ د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم بجوا رسنیو ته ویلي وو چې؛ د پاکستاني طالبانو او حقابي شبکې ترمینځ هیڅ توپیر نشته او د پاکستان پوځ به د ټولو پرخلاف یوشان عملیات جاري وساتي.

خو د پوځي چارو ځینې افغان څیړونکي په دې باور دي چې؛ د وزیرستان په روانو عملیاتو کې پاکستاني پوځیان هڅې کوي چې؛ په ځینو تروریستي ډلو زور واچوي چې؛ افغانستان ته مخه کړي.

د دې څیړونکو له ډلې جنرال عتیق اله امرخیل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ پاکستان پخوا تردې هم له افغانستان سره پر شویو موافقو رښتینی عمل نه دی کړی:

"د افغانستان اردو، پولیس، ملي امنیت قوتونه او حتی د ټولو خلکو توجه انتخاباتو ته ده؛ پاکستان له دې حالاتو استفاده کړې ده چې؛ ټول تروریستان او القاعده افغانستان ته راواوړي او په دې هېواد کې وضعیت مختل کړي."

راپورونه وايي، تېره اوونۍ چې د پکتیکا ولایت د ارګون په ولسوالۍ کې کومه چاودنه وشوه او څه باندې سل تنه په کې مړه اوټپیان شول، د ډیورنډ له کرښې اخوا، د حقاني شبکې له خوا طرح او عملي شوې ده.

ځیني افغان کارپوهان وايي، افغان حکومت باید د دې طرحو او حملو پروړاندې جدي غبرګون وښيي او د پاکستان دا ډول اعمال دې د ملګرو ملتو له سازمان او نړېوالې ټولنې سره شریک کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG