د افغانستان د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو انتخاباتي ټیمونه وايي، چې دواړو کاندیدانو توافق کړی، که هر یو بریالی شي، نو د نظام د بدلون لپاره به د اساسي قانون د تعدیل لویه جرګه رابولي.
دوی وايي، بیا د جرګې کاردی چې په ریاستي نظام کې صدراعظم ته څوکي په پام کې نیسي او که ریاستي په پارلماني نظام بدلوي.
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په اوسنیو شرایطو کې ریاستي نظام په پارلماني نظام بدلول د افغانستان په زیان بولي.
ولسمشرحامد کرزي هم په اوسنیو شرایطو کې له پارلماني نظام سره مخالفت کړی.
د افغانستان د جمهوري ریاست د دواړو انتخاباتي ټیمونو غړي وايي، د عبدالله عبدالله او اشراف غني احمدزي ترمنځ د شوي توافق له مخې که هرکاندید بریالی شو نو د پارلماني نظام د رامنځ ته کېدو لپاره به په ګډه کار کوي.
د عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو اوهمپالنې ټیم ویاند فاضل سنچارکي وايي، د دواړو کاندیدانو ترمنځ په سیاسي توافق کې راغلي، چې له دوو کلونو ورسته به د اساسي قانون لویه جرګه رابلل کیږي او اوسنۍ ریاستي نظام به په پارلماني نظام اړوي.
″د دواړو د کاندیدانو ترمنځ په سیاسي توافق کې اشاره شوې چې له دوو کالو وروسته به دواړه کاندیدان له یوبل سره همکاري کوي چې د اساسي قانون لویه جرګه راوبلي، یاده جرګه به ریاستي نظام په پارلماني نظام واړه وي.″
ښاغلی سنچارکي وايي، له ریاستي نظامه پارلماني ځکه ښه دی چې واک د تل لپاره د یوه کس په لاس کې نه پاتې کیږي، د درې ګونو قواوو په منځ کې پوره همغږي رامنځ ته کیږي او هم د ولسمشراعتبار اوحیثیت ساتل کیږي.
خو د اشراف غني احمدزي په مشرۍ د تحول اودوام انتخاباتي ټیم غړی طاهر زهیر وايي، د نظام بدلون په اړنه بلکې د اساسي قانون د لویې جرګې په جوړېدو موافقه شوې.
″دغه صلاحیت یواځې د لویې جرګې ده، کله چې د اساسي قانون په لویه جرګه کې د ملت پوهان راټول شي او په دې اړه بحث وکړي که د نظام بدلون د ملت خیر وي تصمیم نیسي او که یې ونه لیده هم خپله پریکړه کوي، لویه جرکه ده،چې وروستی تصمیم نیسي.″
هغه زیاته کړه چې؛ په دې اړه به د دواړو کاندیدانو ترمنځ د سیاسي توافق جزیات د انتخاباتو له وروستي نتایجو وروسته په ډاګه شي.
د ریاستي نظام په راس کې ولسمشر وي چې د درې ګوونو قواوو مشري هم په غاړه لري او په دې سره ټول هېواد له مرکز څخه کنترولیږي.
خو په پارلماني نظام کې واک د ولسمشر او د صدراعظم ترمنځ ویشلي وي او په ځینو مواردو کې له ولسمشره د صدراعظم صلاحیتونه زیات وي.
ولسمشرحامد کرزي څو ورځې وړاندې له امریکا غږ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وو په اوسنیو شرایطو کې له پارلماني نظامه ریاستي نظام د افغانستان په ګټه دی:
″نه خیرافغانستان تر اوسه ډېر وخت لري چې یو قوي اداري او ملکي یا د ملکي خدمتونو نظام ته ورسیږي، په تېرو دولسو کلونو کې مې په دې برخه کې زیات کوښښ کړی.″
په همدې حال کې د سیاسي چارو ځیني افغان کارپوهان د ولسمشرکرزي له نظر سره موافق دی او استدلال کوي افغانستان له جګړې وروسته هېواد دی، نو امکان لري پخواني جنګسالاران د پارلماني نظام په نامه په خپلو سیمو واک ټینګ کړي او افغانستان د تجزیې خواته ولاړ شي.
د سیاسي چارو کارپوه محمد اسماعیل قاسمیار وايي، په هغو هېوادونو کې چې سیاسي ګوندونه ورکې پیاوړي نه وي، له پارلماني نظامه جمهوري نظام ښه نتیجه ورکړې:
″زما په اند هغه شرایط چې یو پارلماني نظام ورته اړتیا لري، افغانستان هغو شرایطو ته اماده نه دی، موږ کولای شو د اساسي قانون له احکامو سره سم د صدراعظم پوست رامنځ ته کړو.″
هغه زیاتوي چې د دیموکراسي په لسیزه کې افغانانو پارلماني نظام تجربه کړی چې ناکام و او حکومتونه یوبل پسې دېر ژر له منځه تلل.
ښاغلي قاسیمار وړاندیز کوي کله چې اساسي قانون د تعدیل جرګه راوبلل شي نو په ریاستي نظام کې دې د صدراعظم پوست ور زیات کړي، ترڅو په ولسمشرباندې د کار بوج راکم شي.
بل خوا د سیاسي چارو کارپوهه عبدالحمید مبارز وايي چې دواړه سیستمونه بریالي دي خو په دې شرط چې په بشپړه توګه په یوه هېوادکې پلي شي:
″زما په باور دواړه نظامونه ښه نظامونه دي د نظامونو په جوړښتونو کې زیان نشته کله چې ښه پلي نه شي نو نظام ته زیان اوړي.″
د ۱۳۸۲کال کې د افغانستان د اساسي قانون په لویه جرګه کې د رایو په غوڅ اکثریت په هېواد کې ریاستي نظام تصویب شو.
د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو په ځانګړې توګه په امریکا کې ریاستي نظام حاکم دی او ښه نتیجه یې هم ورکړې.
د سیاسي چارو کارپوهان وايي د یوه هېواد د نظام لپاره شرایط اوحالات ډېر مهم دي په داسې شرایطو کې چې افغانستان قرار لري اوسنۍ نظام ګټور دی.
راپور:رحمت الله افغان