د هوايي ځواک نشتوالی او د ټانک او توپچي قوت کموالی د افغانستان د امنیتي ځواکونو لویه ستونزه نیمګړتیا بلل کیږي.
که څه هم چې نړیوالې ټولنې د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز لپاره میلیونونه ډالر لګوي؛ خو افغان پوځ اوس هم په ځینو مواردو کې له هغو کم شمیر روسي ټانکونو ګټه اخلي چې؛ لسیزې پرې تیرې شوي دي.
د لسیزو زوړ د پخواني شوروي اتحاد ساخت د T-62 ټانک لا هم په افغانستان کې ترې کار اخستل کیږي.
روسي ټانکونه چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل؛ د مجاهدینو د خپل منځني جګړواو د طالبانو او د شمال اتحاد ترمنځ جنګ کې فعال وو، اوس د افغان ملي اردو له خوا په ډیرو کمو مواردو کې استعمالیږي.
د ستارز ایڼد ټرایپس ورځپاڼې خبریال د کابل ښار په څنډو کې د افغان ملي اردو د ۱۱۱ غوڼد ته تللی؛ چېرته چې د ټانک یوازینی کنډک فعال دی.
په دې پوځي غونډ کې شاوخوا ۴۴ ټي ۵۵ T-55او ټي ۶۲ T-62 ټانکونه دي چې کار ترې اخستل کیدای شي.
د دې پوځي اډې چارواکي وايي، د ټانک د کنډک لږ تر لږه ۱۲ عرادې ټانکونه په دې وروستیو کې په کاپیسا ولایت کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو لپاره استول شوي دي.
د افغان ملي پوځ د ۱۱۱ غونډ یو افسر ډګروال علي رضا د سټارز اینډ سټرایپس خبریال ته ویلي؛ د پخواني کمونست حکومت راپدیخوا افغانستان بیا نوي تانکونه نه دې ترلاسه کړي.
نوموړی د روسيي ساخت دغو پخوانیو ټانکونو په اړه وايي:
"ټانکونه د افغانستان مځکني جوړښت ته په پام سره ګټور وو. د افغانستان اراضي غرنۍ ده. دښمن په کلکه نقطه کې ځای پر ځای وي؛ دا ټانکونه د دښمن د کلک سنګر په له مینځه وړولو کې اغیزمن دي او ټانکونه په محاربوي فعالیتونو باندې هم اغیز لري."
د پخواني شوروي ساخت ټي ۵۵ ډوله ټانکونه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۰ لسیزه کې د هغه مهال د وارسا تړون د مهمې وسلې په توګه څرګند شول.
دا ټانکونه د توپ سربیره د سل ملي متره په اندازه ماشنیداره هم لري چې؛ شاوخوا دوه زره متره واټن ویشتلی شي.
د ټي-۶۲ ټانکونو مهمات مخ په کمېدو دي ځکه یوازې له هغو مرمیو او مهماتو کار اخلي چې؛ په نوییمې لسیزې پورې تړوا لري.ستارز ایڼد ټرایپس
ټي ۶۲ بیا په ۱۹۶۰ کلونو کې تولید شول.
د افغانستان د اتیامي او نوییمې لسیزو په جګړو کې له دغو ډوله سلګونو ټانکونو څخه کار اخستل شوی دی.
د افغان ملي پوځ د ۱۱۱ غونډ په ساحه کې د ټانک د کنډک سرتیرو ته د ټانک، چلولو، ډزو او د جګړې په حالت کې د فعالیت روزنه ورکول کیږي.
په افغانستان کې د نویمې لسیزې له کورنۍ جګړې وروسته دې هیواد نوي ټانکونه نه لرلي.
د ټانک د کنډک یو بل افسر جګړن دُر محمد وايي؛ د زړو ټانکونو د ترمیم لپاره دوی نوي پروزې نه لري بلکې د هغو ټانکونو له پرزو او ماتو ګوډو برخو استفاده کوي؛ چې یا له کار ولیدلي او یا تخریب شوي دي.
افغانستان اوس له روسي پوځي قرارداد نه لري:
د ټانک د کنډک بل افسر جګړن محد نوروز هدایت سټارز ایڼد سټرایپس ورځپاڼې ته ویلي؛ دا ټانکونه روسي دي او افغانستان اوس له روسي کوم پوځي قرارداد نه لري.
د نوموړي په وینا د دې ټانکونو مهمات مخ په کمېدو دي ځکه یوازې له هغو مرمیو او مهماتو کار اخلي چې؛ په نوییمې لسیزې پورې تړوا لري.
د افغان ملي پوځ د ټانګ د کنډک افسران وايي؛ دوی ډاډه نه دي چې، دا زاړه ټانکونه به د جګړې په میدان کې کار ورکړي او کنه ځکه دا ټانکونه وار له مخه د تیرو لسیزو په جګړو کې جنګیدلي دي.