د سره صليب په يوه اعلاميه کې ويل شوي دي چې؛ د پکتيکا پېښه د دې ثبوت دی چې په افغانستان کې ملکي تلفات زیات شوي دي. د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې هم، چې تېره مياشت خپور شو، ويل شوي دي چې په افغانستان کې ملکي تلفات مخ پر ډېرېدو دي.
د افغانستان د امنيتي ځواکونو او د وسله والو تر منځ جګړه ورځ په ورځ د ملکي کسانو استوګنځايونو ته ور نيژدې کيږيږي.
په افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کميټې له خوا په يوه اعلاميه کې ويل شوي دي چې؛ په هیواد کې ملکي تلفات زيات شوي دي. د دې کمېټې وياند رفيع الله ستانکزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، په پکتيکا کې د تيري اوونۍ ځان وژونکی بريد، چې پکښي ډېرې ښځې، کوچنيان او سړي ووژل شول، په هيواد کې د جګړې له امله د ملکي تلفاتو د ډېرېدو بېلګه ده.
ده وويل چې، د داسې بريدونو ځانګړی هدف د ملکي وګړو په نخښه کول وي.
د ملګرو ملتونو يو راپور هم د دې تاييد کوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د جګړې له امله د ملکيانو مرګ ژوبله د ۲۴ په سلو کې زیاتوالۍ ښيي. په مخ پر زياتېدو ملکي تلفاتو کې د ښځو او کوچنيانو شمېر ډېر زيات دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې يا UNAMA ويانده نيلاب مبارز په دې هکله وایي؛ چې سږ کال ۱۵،۶۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۳۲۸۹ خلک ژوبل شوي دي.
د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند صديق صديقي ازادي راډيو ته وويل چې؛ د امنيتي ځواکونو او پوليسو لومړۍ دنده دا ده چې د ملکي کسانو ژوند وژغوري. ده وويل چې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې زياتوالۍ راغلۍ دی.
د افغانستان د تحليلګرانو شبکې څېړونکې کېټ کلارک وايي؛ چې که څه هم په ځينو وختونو کې د افغانستان امنيتي ځواکونو د وسله والو او طالبانو د بريدونو مخه يوازي نيولې ده، خو په ملکي تلفاتو کې زياتوالی له دې سره هم تړاو لري چې بهرني پوځيان د دې کال تر پايه له افغانستانه وځي:
"نړيوال ځواکونه په ښه توګه په وسلو سمبال دي. هغوی د ځان ژغورنې ښه تجهيزات لري، هغوی ښه روزل شوي دي. په بيړنيو حالاتو کې هوايي مرستې ته لاس رسی لري او په تېرو څو کلونو کې طالبانو هم د دوی زور او قوت ليدلی دی.
که څه هم طالبان وايي، چې دوی په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پر ضد جهاد کوي خو د هغوی د وتلو نېټه چې څومره را نيژدې کيږي، د طالبانو په حملو کې لا زياتوالی راغلی دی."
نړيوال بشري قانون حکم کوي چې په جګړه کې پر ملکي وګړو بريدونه منع دي. د جګړې پر مهال د دولتي او غير دولتي لورو دا مسووليت دی چې هغه کسان په نخښه نه کړي چې؛ په جګړه کې برخه نه اخلي.