د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

نور: م.م باید دواړه کاندیدان د رایو دتفیش د میکانیزم د نهايي کولو ته مجبور کړي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ملګرو ملتونو له سازمان څخه په جدي ډول غواړي چې؛ دواړه کاندیدان په هغه میکانیزم موافقې ته ورسوي چې؛ له مخې يې ټولې تفتیش شوي رايې سیسټم ته داخلیږي.

د دې کمیسیون ویاند نور محمد نور د سه شنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل؛ وروسته له هغې چې دا میکانیزم د جمهوري ریاست د کاندیدانو له خوا نهايي شي؛ نو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون به يې عملي کړي.

"د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په جدي ډول له ملګرو ملتونو غوښتي چې؛ دواړه کاندیدان باید دې ته مجبوره کړي چې؛ دغه میکانیزم یا لایحه ژر تر ژره نهايي کړي او له دې وروسته به عملاً دویم پړاو پیل شي، په هغه اساس بیا مشخص کیږي چې؛ د کوم صندوق رايې په سیسټم کې داخلې شي."

د ښاغلي نور له خبرو داسې څرګندیږي؛ چې دواړه کاندیدان د رایو د باطلېدو په هغو معیارونو موافق نه دي؛ چې د کمیسیون او ملګرو ملتونو له خوا ټاکل شوی دي.

نوموړي وویل چې، د رایو د څيړلو په شپږمه ورځ شل نور ټیمونه هم اضافه شوي؛ ترڅو د رایو د تفتیش روان بهیر ګړندی شي.

له بلې خوا بیا د جمهوري ریاست د کاندیدانو استازي اندیښنه څرګندوي چې؛ د رایو د تفتیش بهیر باید چټک شي.

دوی وايي، کوم مهال ویش چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا ټکل شوی و؛ تراوسه نه دی عملي شوی.

د تحول او تداوم د ټيم عمومي څارونکي ګلاب منګل او د اصلاحاتو او همپالني د ټيم څارونکي امرالله امان په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"۱- متاسفانه هغه هدف چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ټاکلی و؛ تراوسه هغه عملي شوی نه دی، هیله من یو چې دا پروسه سرعت پیدا کړي؛ خو د لومړنیو ورځو په پرتله کارونه یو څه چټک شوي دي.

۲- دا پروسه ډير وخت نیسي، دوی باید په دې اړه دویم ځلي فکر وکړي او هیله من یو چې دوی بیا هم په دې برخه کې له سره دویم ځلې فکر وکړي."

له بلې خوا د سه شنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د څلورو ساعتونو لپاره د رايو د تفتيش له بهير څخه د خبري پوښښ مخنيوى وکړ چې؛ دې کار د یو شمېر خبریالانو اندیښنې هم را وپارولې.

د رایو د تفتیش بهیر د تیرې پنجشنبې په ورځ پیل شو؛ چې د دوشنبې ورځې ترماښامه پورې په کې د ۷۱۱ صندقونو رایې تفتیش شوي دي.

سره له دې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي وو؛ چې تر درېیو اونیو پورې به د رایو تفتیش پای ته ورسیږي؛ خو یو شمیر څارونکي وايي، که چېرې دا بهیر په همدې ډول دوام وکړي؛ ممکن په میاشتو وخت ونیسي.

XS
SM
MD
LG