د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

روسیه ولی د مالیزیایي الوتکې په اړه د تحقیقاتو مخه نیسي؟

د اوکراین په ختیځ کې د مالیزیایي مسافر وړونکې الوتکې د نسکوریدو د وروستۍ پیښې ګڼ شواهد د مسکو لور ته ګوته نیسي.

دلایل څرګندوي چې روس پلوو بیلتون غوښتونکو دغه بدمرغه الوتکه نسکوره کړې او ښکاري چې مسکو د تحقیقاتو د مخنیوي هلې ځلې کوي.

داسې بريښي چې له روسیې بهر د نظر اجماع په دې ده چې دغه الوتکه چې ۲۹۸ کسه په کې سپاره وو د Bukبوک ډوله دافع هوا سیستم په وسیله نسکوره شوې.

د توغندیو دغه سیستم چې د شوروي اتحاد په دوران کې ډیزاین شوی وو، هم یي اوکراین او هم یي روسیه لري.

روسیې له همدغه واقعیته په استفاده هڅه کوي په پیښه کې خپل رول نفې کړي، خو په اوکراین کې روس پلوو بیلتون غوښتونکو د مالیزیایي الوتکې له نسکوریدو مخکې څو ځلي غورې کړې وي چې دغه سیستم یي چې کولای شي تر۲۲ کېلومیټرو لیرې اهداف په هوا کې په نښه کړي ترلاسه کړی دی.

د تیرې جون میاشتې په ۲۹ د دونیتسک په ښارکې بیلتون غوښتونکو د تویتر په یوه پیغام کې د دغه سیستم یوعکس خپورکړ.

Deleted DNR tweet confirming Russian rebels indeed have a BUK-M1 #Ukraine #Russia #Russianinvasion pic.twitter.com/prJ2AMDV13
— Silver Surfer (@RobPulseNews) July 17, 2014

خو دغه پیغام د مالیزیايي الوتکې له نسکوریدو وروسته د تویتر له پاڼې لیری کړای شو او بیلتون غوښتونکي اوس وايي، له دوی سره داسې امکانات نشته چې د دغې الوتکې په څیرهدف چې د ځمکې دپاسه یې لس کېلومتره اوچت پرواز کاوه په نښه کړي.

خو د ایتار تاس د دولتي خبري اژانس په شمول ګڼو روسیې رسنیو د بیلتون غوښتونکو له خوا رپورټونه ورکړي چی دوی دغه ډول وسله لري.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس یو خبریال وویل، چې د مالیزیایي الوتکې له نسکوریدو لږ موده مخکې یې د پیښې ځای ته نژدې د توغندیو یوه دستګاه لیدلې وه.

http://abcnews.go.com/International/wireStory/ukraine-air-force-jet-downed-russian-missile-24598894

د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې یو ویډیو فلم هم خپورکړ چې وايي، په هغه کې بیلتون غوښتونکي ښکاري چې د مالیزیایي الوتکې له نسکوریدو وروسته ګهیځ مهال د Buk دتوغندیو دستګاه چې یو توغندۍ یې کم دی د روسیې لورته بدرګه کوي.

دغه رازپه یوې مکالمه کې چې د اوکراین د امنیتي خدماتو د ادارې له خوا خپره شوه، ایګور بیزلر، د بیلتون غوښتونکو یو مشر ګمان کېږي چې د روسیي د پوځي استخباراتو یوه چارواکي ته د مالیزیایي الوتکې له نسکورید وروسته ټیلیفون کړی او ورته وايي، چې جنګیالیو یوه الوتکه نسکوره کړې.

ورپسی ټیلفوني مکالمو کې ښکاري چي بیلتون غوښتونکي پوه شوي چې ملکې الوتکه یی را غورځولې.

په یوې ټیلیفوني مکالمې کې د بیلتون غوښتونکو یو مشر میکالو کوزیستین چي ګمان کېږي پوځي یونټ یې په الوتکې برید کړی ناهیلی ښکاري او وایي:

″ښه، نو دغې الوتکې جاسوسان راوړل. نو څه بلا یي غوښته چې پرواز یې کاوه ؟ دلته خو جګړه روانه ده.″

Bezler has since acknowledged that it was his voice in the first recording, but has claimed he was talking about a different plane (http://www.interpretermag.com/ukraine-liveblog-day-153-russian-backed-separatists-move-bodies-of-flight-mh17-victims/#3470).

بیزلروروسته ومنله چې دا یې خپل غږ دی خو ادعایې وکړه چې د کومې بلې الوتکې په هکله یې خبرې کولې.

د جولایی په نولسمه په کېیف کې د امریکا سفارت ادعا وکړه چې امریکایي استخباراتو ثبت شوی غږ وڅیړه او اعتبار یې تایید کړ.

http://www.interpretermag.com/ukraine-liveblog-day-153-russian-backed-separatists-move-bodies-of-flight-mh17-victims/#3470).

(http://ukraine.usembassy.gov/statements/asmt-07192014.html

د تحقیقاتو مخنیوی:

تحقیقات ځکه ستونزمن دي چې مالیزیایي الوتکه د بیلتون غوښتونکو تر واک لاندې دونیتسک سیمه کې نسکوره شوې.

په داسې حال کې چې په پیښې باندې پوره څلور ورځې تیرې شوې وي دقربانیانو جسدونه بیاهم د توریز په ښار کې د یوه اورګاډي په یخچالی کوټو کې پاته وو چې وروسته بیا دتیرې دوشبنې په ورځ ورته اجازه وشوه چې داوکراین دحکومت دکنټرول لاندې سیمي ته یوړل شي.

په سیمه کې خبریالان وايي، وسله والو کسانو د اوکراین دبیړنیو حالاتو د وزارت او د اروپا د امنیت او همکاري د سازمان چارواکو ته اجازه ورنه کړله چې د پیښې د ځای بشپړه لیدنه وکړي.

OSCE team arrives at #MH17 site. Rebels say they won't let them through and block off site. OSCE makes to leave, then rebels change minds.
— max seddon (@maxseddon) July 19, 2014

روسيې د پیښې په هکله د خپلواکو تحقیقاتو غوښتنه هم کړې خو هغه مکالمې چې د اوکراین حکومت خپرې کړي ښيي چې مسکو خپله ګټه په دې کې ویني چې نړېوال د نسکورې شوې الوتکې مهم معلومات ترلاسه نه کړي.

اوس پوښتنه داده چې روسیه ولی د تحقیقاتو مخه نیسي؟

که چېرې لکه څنګه چې په غالب احتمال ښکاري بیلتون غوښتونکو دغه الوتکه د بوک ډوله توغندیو په وسیله نسکوره کړي وي نو دا یقینی خبره ده چې دغه توغندي یی له روسیي ترلاسه کړي.

بله دا چې ګمان نه کېږي چې د روسیي له روزنې او مستقیمې مرستې پرته به بې تجربه بیلتون غوښتونکي د دغسې پرمختللی وسلې په موثر استعمال بریالی شوي وي.

دا خبره دکېیف حکومت کوي او وایي چې؛ د بیلتون غوښتونکو په سیمه کې د بوک ددافع هوا سیستم استعمال کېدای پخپله د روسانو په لاس کې وي.

واشنګټن هم د قضیې په هکله خپله دوسیه جوړوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ امریکایي خبري چنلونو ته وویل، چې د امریکا د استخباراتو څیړنې څرګندوي چې مالیزیایي الوتکه روس پلوو بیلتون غوښتونکو نسکوره کړې.

جان کری په یوې مرکې وویل:

″موږ د توغندې د فیر تصویرونه ترلاسه کړي، موږ يې په مسیرخبر یو او پوهیږو چې له کومه ځایه راغی.

موږ یي په وخت او زمان خبر یو او دا هوبه هو هغه وخت وو چې الوتکه د رادار له پاڼې ورکه شوه.

موږ د غږونو له پیژندنې په دې هم پوهیږو چې بیلتون غوښتونکو روسته غورې کولې چې الوتکه یې نسکوره کړې ده.″

خو کوم تصویرنه د امریکا بهرنیو چارو وزیر ورته اشاره کوي عام خپاره شوي نه دي.

د تیرې دوشبنې په ورځ روسیې د دغې پیښې په اړه خپل بیان وړاندې کړ.

مسکو دبیلتون غوښتونکو له خوا د الوتکې نسکوریدل رد کړل.

د روسيي د پوځ یوه لوی چارواکي اندریه کارپولوف په یوې خبري غونډي کې ادعا وکړه چې د اوکراین یوه SU-25 ‌‌‌ډوله الوتکه چې د الوتکو ضد توغندی یې درلوده د مالیزیایي الوتکې د نسکوریدو په مهال دغې الوتکې ته درې تر پنځو کېلومیټرو نژدې لیدل شوې.

کارپولوف د توضیحاتو غوښتنه وکړه او دا ادعایی هم وکړه چې داوکراین خپل بوک توغندي هم ددغې الوتکې دویشتلو په واټن کې وو.

XS
SM
MD
LG