د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

د بریتانیې شهزاده وايي، زه پر ټولنیزو ویب سایټونو فعالیت نه لرم


د بریتانیې شهزاده نن د هغو عسکرو لپاره چې په جګړه کې یې د خپل بدن غړی له لاسه ورکړی، د سپورټي مسابقو په اړه په ځانګړو مراسمو کې خبرې کولې.

د انګلستان د ملکې الزابت لمسې، شهزاده هري، نهه ویشت کلن او د بریتانیا شاهي تاج ته په نوبت کې څلرم سړی دی.

هغه په جګړه کې د معلولو شویو عسکرو لپاره دا مسابقې په خپله تنظیم کړې چې راتلونکي میاشت به په لندن کې وشي.

رپوټونه وايي، د لندن په مسابقو کې به د نړۍ د څوارلس هېوادو استازي برخه اخلي.

دا مسابقې په ختیځ لندن کې د ملکې الزابت المپيک پارک کې ترسره کېږي چې دوه کاله مخکې د المپيک نړېوالې لوبې وشوې.

شهزاده هري وویل، ښه ده چې ځوانان پر فیسبوک، ټویټر او داسې نورو سايټونو فعال وي او انټرنټي ګیمونه یا لوبې هم وکړي خو د بریتانیې له شهزاده دې دا توقع نه لري:

″زه غواړم چې د هغو مسایلو په اړه چې ما ته مهم دي پر ټویټر پيغامونه خپاره کړم خو دا کارما او زما کورنۍ ته ګران تمامیدلای شي.

زه شخصا له ټویټره کرکه لرم ځکه د شخصي معلوماتو حریم ماتوي.

تاسې پوهیږئ چې زما مطلب څه دی.″

څه موده مخکې د شهزاده هري ډير شخصي عکسونه چې په امریکا کې د لاس ویګاس په نوم تفریحي ښارګوټي کې اخیستل شوي وو پر ټویټر خپاره شول.

د دې عسکو خپریدو د شاهي کورنۍ نارې پورته کړې.

ورځپاڼې وايي، چې شهزاده هري د [Spike Wells] په نوم د فیس بوک اکونټ هم درلود خو د خپلو عکسو تر خپریدو وروسته یې بند کړ.

XS
SM
MD
LG