د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

فیضي: ولسمشرکرزي په انتخاباتو کې د م.م او امریکا د مداخلې غوښتنه نه ده کړې


د آرګ ماڼۍ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي هغه څرګندونی رد کړې، چې ګواکې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ددوی مداخله د ولسمشر حامد کرزي او د دوو کاندیدانو په غوښتنه شوې.

تر دې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په کابل کې د امریکا په سفارت کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې دوی دا مداخله د ولسمشر کرزي او د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو په بلنه کړې ده، څو روانه لانجه غوڅه شي.

خو د ولسمشر کرزي ویاند ایمیل فیضي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د امریکا او ملګرو ملتونو د مداخلې غوښتنه د جمهوري ریاست د یو کاندید ډاکټر عبدالله په غوښتنه شوې.

د ښاغلي فیضي په وینا خپله ولسمشر حامد کرزی د انتخاباتو په بهیر کې د بهرنیانو له لاس وهنی سره مخالف وو، خو ددی لپاره، چې د انتخاباتو بهیر اوږد نشي، نو د امریکا او ملګرو ملتونو له مداخلې سره یی، چې د ډاکټر عبدالله په غوښتنه شوې وه مخالفت ونکړ.

د ښاغلي فیضي په وینا ولسمشر کرزی د انتخاباتو پروسه یوه ملي پروسه بولي، چې په وینا یی باید د بهرنیانو مداخله پکې نه وي موجود.

دده په وینا همدی مسلې ته په پام سره ولسمشر د انتخاباتو په کمسیونونو کې د بهرنیانو غړیتوب له منځه یوړلو.

د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم پړاو له انتخاباتو وروسته د ولسمشرۍ لپاره یو کاندید ډاکټرعبدالله په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو ادعا وکړه او د نتایجو له منلو یی ډډه کړه.

ښاغلي عبدالله، چې د انتخاباتو له کمسیون سره یی خپلې اړیکې پری کړې وې، د انتخاباتو په بهیر کې د ملګرو ملتونو د مداخلې غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG