د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

ننګرهار: وسله والو د هسکې مینې په ولسوالۍ کې د ښوونکو معاشونه لوټلي


د ننګرهار د پوهنې ریاست مسولین وايي، شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د هسکې مینې ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځو د ښوونکو معاش، چې دې ولسوالۍ ته انتقالیده د وسله والو له خوا په لاره کې لوټل شوي دي.

د دې ریاست ویاند محمد اصف شینواری ازادۍ راډيو ته وویل، چې دغه معاش، چې شاوخوا نهه لکه افغانۍ کیدې د دې ولسوالۍ د مریض کنډاو په سیمه کې وسله والو له تحویل داره وړي او د بیرته ترلاسه کولو په خاطر ټولې هڅې ناکامه شوي دي:

"تاسې خبر یاست، چې د هسکې مینې ولسوالۍ د دریو ښوونځیو، چې یوه لیسه ده، یو منځنی ښوونځی دی او یوه مدرسه ده، چې د دوی د ښوونکو ټول معاش، چې نهه لکه افغانۍ کیدې په داسې حال کې، چې یادو ښوونځيو ته لیږدول کیدې وسله والو په لاره کې لوټلې دي، خو تر اوسه د دې پیسو بیرته ترلاسه کیدو په خاطرهره ممکنه لاره نه ده بریالی شوې."

د هسکې مینې ولسوالۍ یو شمېر ښوونکو ازادۍ راډيو ته ویلي، چې د دوی د کورني عاید لپاره یوازې مالي سرچینه همدا معاش دی او په خبره يې دوی ټول په تمه وو، چې خپل معاش واخلي او په اختر کې پرې خپلې کورنۍ او ماشومانو ته د اختر توکي واخلي، ولې وسله والو د دوی معاش په جیب کې واچاوه او راتلوونکي اختر ته هیڅ یوه ښوونکي هم اختریز توکي نه دي اخیستي.

دا، چې دا معاش په لاره کې چا لوټلی دی د هسکې مینې ولسوالۍ یوه ښوونکي، چې نه يي غوښتل نوم يې واخیستل شي ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د فدايي محاز په نامه وسله والې ډلې دا معاش د دوی له تحول داره اخیستي.

نوموړي وویل، چې دوی په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د معارف د برخې مسول ته عارض شول، چې د هر ښوونځي څخه دوه دوه تنه ښوونکي پاکستان ته لاړل، ترڅو د وسله والو له مسولینو سره دا مساله شریکه کړي، ولې د هغوی له خوا هم ورته مثبت ځواب نه دی ویل شوی:

"موږ بیا طالبانو ته عارض شو، په هغه کس، چې ادعا وه هغه راوغوښتل شو، بیا خبره د پيښور مشرانو پورې وتړل شوه، بیا هغوی ویل، چې د جنګ پرمهال که د کافرمال ونیول شي هغه غنیمت دی او بل که همداسې د کافر مال ونیول شو، هغه فیض دی، دوی ویل، چې موږ دا پیسې د دوو پوستو په منځ کې اخیستې خو بلاخره دوی وویل، چې دا پیسې فیض دي او د اختره بعد به پرې خبره وشي."

دغه ښوونکي د معارف ریاست له مسولینو څخه غوښتنه کوي، چې دوی سره باید مرسته وکړي:

"په دې کې د چا پنځلس زره افغانۍ وې، د چا اولس زره افغانۍ وې په دې اختر کې معلمینو اختر ته کالي نه دي کړي، چا چې کړي هغه خیاط سره پراته دي، ځکه پیسې نشته خیاط يي نه ورکوي، اوس یوه معاش لوټلی او بل ځان پرې غلی کړی زموږ غوښتنه له معارف نه داده،چې استادانو ته له بودجه نه معاش ورکړل شي."

خو د معارف ریاست ویاند اصف شینواری وايي وزارت ښوونکو ته له عادي بودجه نه ټاکلی معاش ورکوي او ددې په بدل کې دوی نشي کولی،چې نور معاش ورواستوي:

"زه فکر کوم، چې په هغه اداري سیستم کې به دا شونې نه وي، ځکه ښوونکو ته له عادي بودجه نه معاش ورکول کیږي او هغه ټاکلې پیسې وي خو زموږ هیله دا ده، چې دې ښوونکو ته باید دا معاش که له هرې لارې نه وي باید ورکړل شي."

تراوسه یادې وسله والې ډلې په هسکې مینې ولسوالۍ کې د ښوونکو د لوټل شوي معاش په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل دی، چې په ننګرهار کې د یوې ولسوالۍ د ښوونکو معاش د وسله والو له خوا په لاره کې لوټل کیږي.

ننګرهار: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG