د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

ایا په افغانستان کې پارلماني سیسټم کارکولای شي؟


په افغانستان کې د پارلماني سیسټم رامنځ ته کول ښايي په دې هېواد کې د روانو سیاسي ناکراریو د حل لاره وي خو ځانګړي خطرونه هم لري.

د مخکې تګ لپاره باید یو څه بدل شي:

په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د دوهم دورد نتایجو په اړه د اختلافاتو د حل لپاره، دواړه کاندیدانو په دې هېواد کې د موجود سیاسي سیسټم په بدلولو موافقه وکړه.

په افغانستان کې جمهوري سیسټم د امریکا په تقلید جوړشوی خو د فرانسې په څيرپارلماني نظام ته به واړول شي.

په نوي سیسټم کې به د جمهورریس رول د صدراعظم د قدرت ترسیورې لاندې وي.

په تیوري کې،د پارلماني سیسټم ګټه په دې کې بلل کیږي چې قدرت په مساوي ډول ویشلای شي.

خو له خطره ډک ګام دی ځکه تشکیل یې زیات وخت نیسي او دا ډاډ هم نشته چې په افغانستان کې به ښه نتیجه ورکړي.

په واشنګټن کې د ودرو ویلسن نړېوال تحقیقاتي مرکز غړی، مایکل کوګلمن وايي، په افغانستان کې د سیاسي نظام بدلیدل ښايي ګټې ولري خو یو لړ خطرونه هم ورسره تړلي دي:

″په افغانستان کې یوه مشر ته د قدرت سپارلو پرځای، د دوو مشرانو واک ته رسول، هلته د موجودو اختلافاتو حل له خطرسره مخامخ کوي.

که چېرې هغوی اختلافات ولري نو موثر او بریالۍ حکومت داري به ورته ګرانه وي.″

خو پارلماني سیسټم د دې مخنیوی کولای شي چې ټول واک یوازې یوه سړي ته ورکړ شي.

هرڅه د یوه سړي په لمن کې:

د بحرانونو د نړېوال مرکز څيړونکی ګرامي سمیټ وايي، په یوه ځای کې د قدرت را غونډيدو د افغانستان سیاسي سیسټم په شدت متاثر کړی دی، یعنې ډيرواک یوه سړي ته په لاس کې ورکړ شوی:

″د بایلونکي لپاره باید د مصونیت لاره وي. دا ډاډ باید وي چې هغه څوک چې انتخابات بایلي له هرڅه نه محرومیږي او له داسې حالت سره نه مخامخ کیږي چې هر څه یوازې یوه سړي ته رسیږي.″

د افغانستان د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو موافقه وکړه چې د اختلافاتو د لرې کولو لپاره د ملي وحدت پربنا حکومت جوړکړي.

د کاندید عبدالله عبدالله دوهم مرستیال محمد محقق په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، چې د انتخاباتو ګټونکی به د دولت د اجراییوي قوې مشر ټاکي.

دوه کاله وروسته به د افغانستان په اساسي قانون کې تغیر راځي څو د حکومت پارلماني سیسټم فعال شي او هغه وخت به د اجراییوي قوې د مشر موقف، صدراعظم ته لوړ شي.

دا د فرانسې سیاسي سیسټم ته ورته نظام دی چې ولسمشر او صدراعظم دواړه په قدرت کې شریک دي او صدراعظم خپل پارلمان ته جوابګوی دی.

د کاندید اشرف غني له خوا په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

د پروسې عملي کول:

د داسې بنیادي تغیراتو په اړه بحث اسان کار دی خو عملي کول یې ګرانه خبره ده.

د افغانستان د سیاسي سیسټم بدلول زیات کار، تعهد او حوصلې ته اړتیا لري.

د اجراییوي قوې د داسې مشر ټاکل چې له جمهور ریس سره به په قدرت کې شریک وي، څو په افغانستان کې د سیاسي بحران مخنیوی وشي، په خبرو کې اسان کار معلومیږي.

جمهور ریس چې د وزیرانو د مقررۍ او برطرفۍ قانوني صلاحیت لري او د یوه فرمان په مرسته د اجرایوي قوې د مشر چوکۍ رامنځ ته کولای شي.

خو د صدراعظم د چوکۍ رامنځ ته کول چې ولسمشر به یې د له منځه وړلو صلاحیت نه لري، په اساسي قانون کې تغیر ته اړتیا لري.

د دې تغیراتو د تایید لپاره باید د اساسي قانون پر اساس، لویه جرګه را وبلله شي او د جرګې تر تایید وروسته یې، باید د ملي شورا دواړه خونې لاسلیک کړی.

په دې کې هم د جمهور ریس واک او نفوذ زیات دی.

ولسمشرکولای شي چې د جرګې ګډونکونکي خپله انتخاب کړي او په دې ډول، د جرګې پریکړې په خپله خوښه برابرې کړي او په نهایت کې دا وټاکي چې څوک د صدرات چوکۍ ته انتخابیږي.

دا مساله په راتلونکې کې د صدراعظم پر رول د جنجالونو لاره خلاصوي.

ترټولو پیچلې مساله دا ده چې د جرګې د رابللو لپاره باید د ولسوالیو د شورا ګانو انتخابات وشي.

که څه هم داسې وړانیزونه شوي چې راتلونکی کال د پارلماني انتخاباتو تر څنګ د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې هم وشي، خو داسې کومه پریکړه لا نه ده شوې.

خو ایا پارلماني سیسټم کار کولای شي؟

ان که ټولې ستونزې حل شي، یوه عمده پوښتنه دا ده چې ایا پارلماني سیسټم په افغانستان کې کار ورکوي او په اوږده موده کې د ستونزو لپاره حل دی؟

کاندید عبدالله عبدالله خوشبیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د یوه سړي د واکمنۍ د پاي ته رسولو لپاره د سیاسي سیسټم اصلاح ته اړتیا ده.

عبدالله عبدالله وايي، باور لري چې داسې سیسټم د خلکو او حکومت ترمنځ واټن کمولای شي.

څیړونکی کوګلمن وايي چې د دې نوي سیسټم د فعالیدو لپاره شرایط تر بل هر وخت زیات برابر دي. ډیموکراسي ریښې غزوي، دولتي تاسیسات د پراختیا په حال کې دی، قومي او مذهبي اختلافات کرار شوي او پر مسایلو د نظر توافق موجود دي:

″شرایط اوس تر بل هر وخت زیات د پارلماني سیسټم لپاره مساعد دی حتی د عراق په څير هیوادو په پرتله دلته حالات ډير برابر دي.

خو ولسمشر حامد کرزی، هغه څوک چې دیارلس کاله یې د جمهوري ریاست له ارګه پر افغانستان واک چلولی، خبرداری ورکوي چې پارلماني سیسټم به دا هیواد ټوټې – ټوټې کړي.″

جمهورریس کرزی له امریکا غږ سره په وروستۍ مرکه کې خپلې نظرپه دې کې را غونډ کړ چې:

″افغانستان لا پارلماني سیسټم ته نه دی تیار.″

XS
SM
MD
LG