د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

جیمز ډابینز له عبدالله عبدالله او اشرف غني سره جلا جلا ولیدل


داسې ښکاري چې د افغانستان د ولسمشرۍ کاندیدانو ټیمونه د دغه هېواد د راتلونکي حکومت د موافقې پرلاسلیک په یوه نظر نه دي.

د اصلاحلاتو او همپالني ډله وایي، دوی د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي جیمز ډابنز سره دا بحث کړی چې باید د ملي وحدت حکومت د موافقتنامې پرلاسلیک بیړه وشي.

بل خوا د تحول او تداوم ټیم بیا وایي، دا پریکړه به د انتخاباتو د دوهم دورتراخري نتایجو وروسته په اساسي ډول تربحث لاندې نیول کیږي.

دواړه کاندیدان د ملي وحدت حکومت پرجوړولو سلا شوي خو تر اوسه په دې اړه کوم سند نه دی لاسلیک شوی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له اسلام اباده کابل ته د سفر پرمهال یوځل بیا د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو له کاندیدانو سره جلا جلا وکتل.

عبداله عبداله له جیمزډابېنزسره د خبرو پرمهال ټینګارکړی چې د دوو کاندیدانو ترمنځ باید د ملي وحدت د حکومت موافقتنامه ژرترژره لاسلیک شي.

عبداله عبداله او اشرف غني احمدزي د انتخاباتي بحران د ختمولو په هدف د یوه ملي وحدت حکومت پر جوړولو موافقه کړې ده، خو تراوسه د دوی ترمنځ داسې سند چې د دغه حکومت د جوړولو څرنګوالی په کې راغلی وي، نه دی لاسلیک شوی.

د عبداله په مشری د اصلاحاتو او همپالني د ټیم ویاند سید اقا فاضل سانچارکي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د عبداله او جیمز ډابنز ترمنځ لیدنه کې د دغسې یوه سند پرلاسلیک خبرې وشوې:

″عبداله وویل، چې موږ کاملا دې ته چمتو یو چې له سیالې ډلي سره د دې موضوع پرجزییاتو خبرې وکړو.

تراوسه د دواړوکاندیدانو ترمنځ پریکړه لیک نه دی لاسلیک شوی.

پرته له دې چې کوم کاندید به لوموړی وي او کوم دوهم، دواړه کاندیدانو د شوي توافق له مخې اړدي چې په یوه سیاسي جوړښت کې سره همکار وي.″

خو د تحول او تداوم ټیم بیا وایي، له جیمزډابېنز سره د اشرف غني احمدزي لیدنه معمولي لیدنه وه او تر ډیره د انتخاباتو د دوهم دور د رایو د تفتیش په اړه خبرې وشوې.

د تحول او تداوم د ډلې ویاند فیض الله ذکي ازادۍ راډیو ته په مرکه کې ویلي چې د ملي وحدت حکومت پرجوړولو به د انتخاباتو د وروستیو نتایجو تراعلان وروسته په اساسي ډول خبري کیږي:

″د دواړو ترمنځ د معلوماتو د تبادلې په حد کې خبري وشوې.د ملي وحدت د حکومت په اړه خبرې هغه څه دي چې د انتخاباتو دواړه کاندیدان باید د توافق سره سم د انتخاباتو د وروستیو نتایجو تراعلان او د دواړو لورو د موافقې وروسته به په اساسي ډول بحث ورباندې کوي.″

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د دوهم دور رایو د تفتیش چارې نن هم دوام لري او افغان چارواکو ویلي چې د اګست د میاشتې په وروستیو کې به وروستۍ نتیجه اعلانیږي.

د دواړو کاندیدانو ترمنځ د توافق له مخې د وروستیو نتایجو تر اعلان وروسته به د ډیرو رایو لرونکی کاندید ولسمشرکیږي او بایلونکي ته به د ملي وحدت په حکومت کې برخه ورکوي، خو دواړو لورو تراوسه پر دې موضوع چې بایلونکی کاندید به څه برخه لري، توافق نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG