د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د ملاقلي بازار طالبانو نیولې


د دشت ارچي ولسوالۍ چارواکې وايي، چې د سې شنبې په ورځ وروسته له څو ساعتو جګړه د ملاقلي بازار سره له درېیو کلیو د وسله والو طالبانو له خوا ونیول شو.

د دشت ارچي ولسوال نصرالدین نظري ازادۍ راډیو ته وویل، چې سهار ۵ بجې وسله والو مخالفینو د یاد ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې بریدون ترسره کړل چې؛ په پایلي کې د ملاقلي بازار همدارنګه د شینوارو کلۍ، د فتانیو کلۍ او د داویانو کلۍ د وسله والو طالبانو له خوا ونيول شول.

ولسوال زیاتوي، چې په دې جګړه کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي، ۵ تن یې ټپیان شوي دي او همدا رنګه ۲ سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۵ تن یې ټپیان شوي دي:

″د ملاقلي بازار، د شینوارویو، د فتانیو او داویانو په کلیو کې اوس مهال طالبان دي، د طالبانو ۳ نفره وژل شوي او پنځه تنه یې ټپیان دي همدارنګه د افغان ځوان کونو هم ۲ نفر وژل شوي او ۵ تنه یې ټپیان شوي دي.″

هغه وايي، چې افغان ځواکونه د یادې ولسوالۍ تاشګذر سیمې ته ترشا تللي، د هغه په وینا چې ډير ژره به دغه نیول شوې سیمې بېرت له وسله والو طالبانو څخه ونیسي.

د یادونې ده چې د ملاقلي سیمه د دشت ارچې او د امام صاحب ولسوالۍ په منځ کې موقعیت لري چې نوموړي سیمه د وسله والو طالبانو لپاره یوه ستراتیژیکه سیمه بلل کېږي.

په یادې سیمې کې هر کاله د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې وي.

بل خو بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوه خبر پاڼه ازادۍ راډیو ته رالیږلي په هغې کې ویلي دې چې دوی د ارچې ولسوالۍ ملاقلي بازار، د دولت زیو، قمشغلي، شینواریو او د اخندزاده سیمو کلۍ یې په بشپړه توګه نیولی دی.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG