د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

فلسطينيانو له م.م نه د غزه د جګړې په هکله د پلټنې غوښتنه کړې


فلسطينيانو د ملګري ملتونو څخه غوښتي دي چې؛ په غزه کې د اسرایيل له خوا د بشرد حقونو څخه د ټولو سرغړونو تحقيقات وکړي.

دوی وايي چې؛ پرغزه د اسرایيلو پوځي عمليات د بشر د حقونو د قانون څخه سرغړونه ده.

د فلسطينيانو له خوا پر وړاندې شوي پېشنهاد به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ژنيو کې خبري کوي.

په دې پېشنهاد کې فلسطينيانو له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې ده چې د اسرایيل له خوا په غزه کې د بشري حقونو څخه سرغړونې وپلټي.

د رويټرز خبري اژانس په وينا دا بيړنۍ غونډه نن په ژنېو کې ترسره کېږي چې؛ د مصر او پاکستان له خوا يې هم غوښتنه شوې وه.

د رويټرز خبري اژانس په وينا د سې شنبې په ورځ اسرايیل په غزه کې د اهدافو له ويشتلو وروسته وويل، چې اوربند به نه کېږي.

په هم دې حال کې د امريکا او ملګرو ملتونو ډپلوماټانو د خبرو له لارې د جګړې د ختمولو هڅې کړي دي.

د دوشنبې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزيرجان کري د ملګري ملتونو د سرمنشي بانکي مون سره په مصرکې ليدل کتل وکړل چې له ډپلوماټيکو لارو د دې شخړې حل راوباسي.

د ملګري ملتونو سرمنشي بانکي مون پر دواړو لورو ږغ وکړ او وې ويل:

″زما پيغام فلسطينيانو او اسرايليانو ته يو دی او هغه دا چې جګړه بنده کړي او خبري وکړي او د جګړې د بنسټيزو ستونزو د حل لپاره کار وکړي ترڅو په راتلونکې شپږو مياشتو يا کال کې بيا له دې حالت سره د مخامخ کېدو څخه ځان وژغورو.

موږ بايد دغه بنسټيزو ستونزو ته پام وکړو چې يو بل پېژندنه، د مځکوغصبول، مايوسي او د ملي هويت بې احترامي په کې شامل دی.″

د رويټرز خبري اژانس په وينا، ملګرو ملتونو ته د فلسطين د د څارونکو ماموريت غوښتنه کړې ده چې د ملګروملتونو د امنيت شورا دې، چې ۴۷ غړي لري، فلسطين ته يو خپلواک او نړېوال پلټونکې کميسيون وليږي چې هلته د بشري حقونو د نړېوال قانون او د نړېوال بشري قانونه شويو ټولو سرغړونو پلټنه وکړي.

دوی غوښتنه کړې ده چې دا پلټنه دې په اشغال شوي فلسطين کې د ختيځ بيت المقدس په شمول د غزه په اشغال شوې تړانګه کې د جون د ۱۳مه راپه دې خوا نظامي عملياتو په هکله وشي.

اسرایيل د غزې پر تړانګه د جولای په ۸مه نېټه هوايي بمباري پيل کړه او د پنج شنبې په ورځ يې د دې خاوري څخه ويشتل شويو راکټونو د مخنيوي لپاره مځکني عمليات پيل کړل.

تېره اوونۍ د اسرایيل صدراعظم بنيامن ناتنياهو خبريالانو ته وويل چې د ده حکومت د اوربند پېشنهاد ومانه خو د حماس له خوا رد کړل شو:

″ما د مصر د اوربند پېشنهاد ومانه. دا پېشنهاد د ملګرو ملتونو د سر منشي بان کې مون او عربي اتحاديې له خوا تاييد شوی وو.

اسرايل دا پېشنهاد ومانه خو حماس رد کړ.

موږ د شپږو ساعتو لپاره جګړه بنده کړه او په همدې ترڅ کې حماس زموږ پر ښارونو راکټونه واورول.″

د ملګرو ملتونو ادارې ويلي دي چې غزه ګڼ نفوس لري او خلک د اسرايل له بمبارۍ څخه د پټېدلو لپاره هيڅ ځای نه لري. دې ادارې زياته کړې ده چې په دغه جګړه کې کوچنيان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.

د رويټرز خبري اژانس په وينا تر اوسه په دې جګړه کې ۶۰۰ فلسطينيان او ۲۹ اسرايليان چې ۲۷ يې پوځيان دي، وژل شوي دي. دا درېيمه هفته ده چې دا جګړه روانه ده.

XS
SM
MD
LG