د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

د افغان میرمنو شبکې د انتخاباتو په اړه د اساسي قانون خلاف هرډول پریکړه رد کړه


د افغان میرمنو شبکې د افغانستان په سیاسي بهیرکې د ښځو پر اوسني کمزوري موقف اندیښنه وښوده.

د دغې شبکې غړو د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې د ملي وحدت حکومت د جوړیدو په اړه بحثونو کې ښځو ته پر ونډې نه ورکولو انتقاد وکړ.

دوی د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو وغوښتل، چې په ټولو سیاسي پروسو کې د ښځو ونډې او موقف ته جدي پام وکړي.

د افغان میرمنو شبکه په دې هېواد کې د پردې تر شا د احتمالي سیاسي لوبو او په کې د ښځو پر نه ګډون اندیښمنه ده.

د یادې شبکې غړیو د چهارشنبې په ورځ په یوې غونډې کې، د انتخاباتو په اړه د اساسي قانون خلاف هر ډول پریکړه رد کړه او هغه یې ناسمه وبلله.

د افغان میرمنو د شبکې یوې غړي محبوبې سراج په همدې غونډه کې وویل، دوی ځکه اندیښمنې دي چې د ملي وحدت حکومت د جوړیدو په تړاو بحثونو کې ښځو ته ونډه نه ده ورکړل شوې.

نوموړې زیاته کړه چې؛ دا به ښځې له سیاسي بهیره ګوښه کړي:

″دا معامله په افغان نارینه او ښځو پورې مربوط ده. دا یوازې په ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټرعبدالله پورې اړه نه لري.

اوس نو زموږ رای څه معنی لري. چا زموږ نه پوښتنه وکړه، موږ د دې هېواد پنځوس فیصده نفوس جوړو. ایا پر موږ باندې هیڅ حساب نه کیږي.

زما خویندو، که سر له اوسه تاسو ګوښه شي او هیرې کړای شي، نو تر ابده به هیرې شي. دا زموږ تر ټولو ستره اندیښنه ده.″

دغو ښځو همدا رنګه وویل، هغه انتخابات چې په کې وړونکی او بایلونکی معلوم نه وي، هغه هیڅ معنی نه لري.

دوی زیاتوي، کله چې د ملي وحدت حکومت پر جوړیدو موافقه کیدله، نو انتخاباتو ته هیځ اړتیا نه وه.

د افغان میرمنو د شبکې یوې بلې غړې، ثریا یوسفزۍ بیا په روانو سیاسي جوړښتونو کې ښځو ته ونډه نه ورکول د دوي رایو ته بې احترامي وګنله.

دوي د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو غوښتنه وکړه، چې د اساسي قانون له مخې د ښځو د حقونو خوندي کولو او عملي کولو ته ژمن و اوسي.

د افغان میرمنو شبکې په همدې غونډه کې یوه اعلامیه هم خپره کړه چې د یادي شبکې یوې غړې سمیرا حمیدي یې یوه برخه داسي ولوستله:

″افغان میرمنې د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو څخه غواړي، چې د خلکو په ځانګړي توګه د ښځو رایو ته ارزښت ورکړي او په ټولو مواضعو او سیاسي جوړښتونو کې د ښځو ونډه او مقام هیر نه کړي.″

افغان میرمنې په داسې حال کې د هېواد په سیاسي پروسه کې د دوي له کم رنګه ونډې څخه شکایت کوي، چې دواړو کاندیدانو په وار وار په خپلو راتلونکو حکومتونو کې د ښځو پر پراخې ونډې ټینګار کړی.

خو دا به وروسته روښانه شي، چې آیا ښځې به په راتلونکې حکومت کې بیا هم یوازې سمبولیک رول و لري او که به یې په بیلابیلو برخو کې ونډه پراخه شي؟!

XS
SM
MD
LG