د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

مسعود: د ملي وحدت په حکومت کې خلک باید خپل ځانونه وویني


د احمدشا مسعود د بنسټ مشر احمد ولي مسعود د ملي اجنډا ترعنوان لاندې یوه کانفرانس کې د ملي وحدت حکومت جوړول ضروري وبلل او په دې اړه یې یوه نوې طرحه وړاندې کړه.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ د دواړو کاندیدانو له استازو، کارپوهانو او د ملي شورا له یو شمېرغړیو سره په دې ګډ کنفرانس کې وویل چې؛ په افغانستان کې ریاستي نظام د کړکېچ د زیاتیدو سبب شوی.

د احمدشا مسعود د بنسټ مشر احمدولي مسعود وايي، چې د ملي وحدت حکومت په جوړیدو سره به انحصاري نظام له منځه لاړ شي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ د ملي اجنډا ترعنوان لاندې جوړشوي کانفرانس کې یوه نوې طرحه هم وړاندې کړه او غوښتنه یې وکړه، چې د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان یې باید په پام کې ونیسي.

په دې طرحه کې د ملي وحدت حکومت لپاره ځیني پیشنهادونه شوي او په کې ویل شوي، چې د ملي وحدت په حکومت کې وزیران او د حکومت نور غړي باید د وړتیاوو له مخې وټاکل شي.

احمدولي مسعود د دې طرحې د نورو پیشنهادونو په اړه وویل:

″د ملي وحدت حکومت باید وکولای شي چې ټولیز مشروعیت ترلاسه کړي، د ملي وحدت په حکومت کې خلک باید خپل ځانونه وویني، د ملي وحدت حکومت د افغانستان د لومړیتوبونو د محور په اساس رامنځ ته شي، سیاسي پوهان، د مدني ټولنو فعالان، علمان او سیاسي رهبران، د افغانستان د خلکو د لومړیتوبونو په چوکاټ کې د ملي وحدت حکومت په جوړېدو به د قدرت انحصار ته د تل لپاره د پای ټکي کېږدو.″

نوموړي همدا رنګه هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو ترمنځ وروستي جوړجاړي د بهرنیانو طرحه وه.

دوي وايي چې؛ د ملي وحدت حکومت د جوړیدو طرحه خپله د افغانانو وه، چې د امریکا په ګډون یې ملګرو ملتونو هم ملاتړ وکړ.

د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو استازو هم د مسعود بنسټ له وړاندیزونو هرکلی وکړ او وې ویل، چې په خپلو راتلونکو پروګرامونو کې به ګټه ترې واخلي.

په همدې حال کې د عبدالله عبدالله د ټيم غړي عالمي بلخي هم د ملي وحدت حکومت لپاره جوړه شوې طرحه ګټوره وبلله او وې ویل، چې دوی په راتلونکې کې هم ورته وړاندیزونو ته په تمه دي.

وروسته له دې، چې د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتو د ابتدایي نتیجو په وړاندې اعتراض وکړ او د انتخاباتو لانجه لا پسې اوږده شوه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغی او له دواړو کاندیدانو سره یې بیلابیلې خبرې وکړي.

له دې خبرو وروسته دواړه کاندیدان د ملي وحدت حکومت په جوړیدو سلا شول او انتخاباتي لانجې ته یې د ځینو موافقو په اساس د پای ټکې کېښود.

تراوسه معلومه نه ده، چې کوم کاندید به د انتخاباتو ګټونکې اعلان شي، خو دواړه کاندیدانو داسې موافقه کړې، چې په راتلونکي حکومت کې به ګټونکې او بایلونکې کاندید مطرح نه وي او د ظرفیتونو په اساس به نظام جوړیږي.

XS
SM
MD
LG