د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

ايران د بهرنيو تلويزيوني او راډيويي خپرونو د مخنيوي لپاره پرازيتونه پاشي


ايران له هغو هېوادونو څخه يودی چې له بهرني خپرونو سره په مبارزه کولو، هلې ځلې کوي چې د دې هېواد خلک د بهرنيو راډيوګانو او تلويزيونونو له ليدلو څخه راوګرځي.

د ايران دولت د بهرنيو تلويزيوني او راډيويي خپرونو د مخنيوي لپاره پرازيتونه پاشي.

دا پرازيتونه نه يوازې د راډيوګانو او تلويزيونونو د خپرونو مخنيوی کوي بلکه په دې هېواد کې د هوا پېژندنې ادارې ويلي دي چې د يوه طوفان د اټکل مخه هم نيولې وه چې په پايله کې يې پنځه کسه ووژل شول.

د جمهوري اسلامي ايران رژيم د معلوماتو د مخ نيوي لپاره چې خلکو ته ونه رسيږي، پر ډيشونو او سيټيلايټي ريسيورونو د نقدي جريمې لګولو ترڅنګ د راډيويي او تلويزيوني خپرونو د بندولو لپاره له پرازيت شيندنې څخه هم کار اخلي.

پاشل شوي پرازيتونه نه يوازې د راډيويي او سيټيلايټي څپو په منحلولو سره د هغو ليدل او اورېدل ناشونې کوي بلکه کولای شي نورې خرابې پايلې هم ولري.

د راډيو او تلويزيون د څپو د مخنيوي لپاره شيندل شويو پرازيتونو له کبله د ايران د هوا پېژندنې اداره په دې ونه توانېده چې د يوه سخت طوفان اټکل وکړي.

دا طوفان دوې ورځې مخکې په تهران کې راغلی وو چې په پايله کې يې پنځه کسه ووژل شول.

تقريباً يوه مياشت مخکې په يوه بل داسې طوفان کې د ايران په پايتخت کې د ۵۰ زره کورونو برق قطع شو چې ويل کېږي د دې طوفان اټکل د پرازيتونو د تيکنولوژۍ له کبله نه وو شوی.

د ايسنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ايران د هوا پېژندنې ادارې د دې هيواد پارلمان ته يو راپور وړاندي کړی دی چې پکښي ادعا کېږي چې د پرازيتونو د شيندنې د تکنولوژۍ له کبله دغه اداره ونه توانېده چې د طوفان اټکل وکړي.

له ډېره وخته د ايران وګړي په دې اندېښمن دي چې دا د راډيو او تلويزيون پر څپو شيندل کېدونکې پرازيتونه د هوا پېژندنې د سيټيلايټ د شنډولو علاوه، د انسان پر صحت څه منفي اغېز لري او که يې لري نو ترکومې کچې.

XS
SM
MD
LG