د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

انصاري: د تکنالوژۍ په برخه کې د سوداګرۍ فکر لرونکو کسانو سره مرسته کوو


د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د بنیان ګزارپه نوم یوه نړېوله موسسه غواړي د هغو کسانو سره د پانګونې په برخه کې مرسته وکړي چې د تکنالوژي په برخه کې سوداګریز فکرونه وړاندې کوي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجې وزارت ددې موسسې د کار له پیلیدو ملاتړ وښود او وې ویل چې د ټکنالوجې د پرمختګ په برخه کې دا کار ښه اغیزه لري.

ټاکل شوې چې دا موسسه تر راتلونکو دوو میاشتو پورې په کابل کې د زده کړې ځینې صنفونه هم ایجاد کړي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجې وزارت او په افغانستان کې د بنیان ګزارپه نوم نړېواله موسسه وایې، چې د دې موسسې فعالیت به په افغانستان کې د تکنالوجې په برخه کې د سوداګری د پراختیا باعث شي

د افغانستان د مخابراتو وزارت د معلوماتي تکنالوجې مرستیال ایمل مرجان د پنجشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د خصوصي سکتور په تشکیل کې به ددې موسسې کار ارزان،دوامدار او اغیزناک تمام شي:

″که د تل لپاره موږ د تکنالوجي خدمات له بهره راوړو نو قیمت تمامیږي او بل دا چې کم امکانات لري چې ډير وخت یې وساتو ځکه نو د دې موسسې فعالیت زموږ سره مرسته کوي چې یو افغانی سکتور ولرو چې ارزان او دوامدار وي.″

دا لومړی ځل ده چې په افغانستان کې په دې برخه کې د بنیان ګزار په نوم یوه نړېواله موسسه فعالیت پیلوي.

دا موسسه هغو کسانو ته د پانګونې زمینه برابروي، چې د تکنالوجې شرکت د جوړیدو تکل لري او یا د لمریزی انرژی د جوړولو فکر لري.

د بنیان ګزار موسسې په ۲۰۰۹ کال کې په امریکا کې فعالیت پیل کړ چې اوس مهال د نړۍ د ۳۵ هېوادونو په اویا ښارونو کې فعالیت کوي.

ددې موسسی چارواکي وایي، چې په ټوله نړۍ کې دوه سوه شریک بنسټونه لري چې درې زره کسان یې له کارونو څارنه کوي.

د دې موسسې ریس عمر انصاري د خپلو فعالیتونو او په شرایطو د وړکسانو سره د خپلو همکاریو په اړه ازادۍ راډيو ته وویل:

″هغه څوک چې زموږ په پروګرام کې شاملیږي یوازې دوه سوه ډلره د برنامې فیس باید ولري او نورې څه بودیجې ته ضرورت نه لري موږ د دې پروګرام له لارې دا ورته ښایو چې دوی څنګه کولای شي چې د تمویل کونکو سره خپل فکرونه شریک کړي او پانګه والو ته څنګه قناعت ورکړي چې ددوی په تجارت کې پانګونه وکړي.″

د ښاغلي انصاري په وینا چې د خلکو څخه د نظریاتو د راغونډولو پروسه پیل شوي او ټاکل شوي چې ددې موسسې لومړنی صنف د روان کال په سپتمبر میاشت کې پیل شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزارت ددې موسسې د کار له پیل او فعالیتونو خوښي وښوده او باور یې وښود چې د هیواد د معلوماتي ټکنالوجې د سکتور د ودې لپاره به ددې موسې کارونه اغیزناک تمام شي.

XS
SM
MD
LG