د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

د ترکمنستان او تاجکستان د اورګاډي د پټلۍ پروژه بیا نوې سا اخیستې


د اورګاډي په وسیله د ترکمستان، افغانستان او تاجکستان د نښلولو د پروژې نظریه یو ځل بیا را ژوندۍ شوې ده.

مخکې راپور ورکړل شوی و چې دا پروژه ښايي عملي نه شي، خو د ترکمنستان او تاجکستان مسوولو چارواکو اوس ویلي دي چې د دې پروژې عملي کول ډېر نژدې شوي دي.

د افغانستان له لارې د ترکمنستان او تاجکستان د اورګاډي د پټلۍ پروژه چې اوږدوالی یې شاوخوا ۴۰۰ کېلومتره دی یوځل بیا نوې سا اخیستې ده.

له دې پروژې سره چې نژدې دوه میلیارده ډالر لګښت یې اسیايي پرمختیايي بانک په غاړه اخیستی د ترکمنستان لېوالتیا د اورګاډي د تګ لوري له کبله په تېره جنوري میاشت کې کمه شوه.

د جنوري په ۲۹مه نېټه د تاجکستان د اورګاډي د دولتي ادارې مشر امان الله خوکمت الله اعلان وکړ چې دوشنبې او کابل د افغانستان په قلمرو کې د دې پروژې د تګ لوري د څرنګوالي په اړه پرېکړه کړې خو د عشق آباد لپاره دا اعلان ناڅاپي و او په وړاندې یې اعتراض وکړ.

د یوریشیاویو خپرونې د راپور له مخې د ترکمنستان د بهرنیو چارووزارت وویل، د دې پروژې زیان تر ګټې زیات دی او ځکه د دې هېواد لپاره د منلو وړ نه ده.

ځیني کارپوهان په دې باوردي چې د عشق اباد غوسه یوازې د دې پروژې د تګ لوري په وړاندې وه خو ځیني نور بیا وايي، معلومه نه ده چې عشق آباد په نژدې راتلونکې کې د اورګاډي له دې پروژې کومه ګټه ترلاسه کولای شي ځکه دا کرښه تاجکستان د افغانستان له لارې چې د منځنۍ آسیا د هېوادونو په نظر یو بې ثباته هېواد دی له ترکمنستان سره نښلوي نو عشق آباد هم په خپل قلمرو کې او هم د افغانستان په یوه وړه برخه کې د دې اورګاډي د تګلوري مسئله باید حل کړي.

ښايي په همدې دلیل د ترکمن بزنس په نوم د ترکمنستان د حکومت اړوندې رسنۍ د تېرې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اورګاډي په دې پروژه کې د پام وړ پرمختګ شوی.

بزنس ترکمن خبر ورکړ چې ترکمنستان اوس مهال د دې پروژې د تګلوري په اړه معلومات لري او ولسمشر موافقه ورسره کړې ده.

د راپور له مخې د دې پروژې نورې پاتې برخې به د اړوندو څانګو له خوا ترسره شي او اسناد به یې د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې چې د روانې میاشتې په وروستیو کې په دوشنبې کې په پام کې ده لاسلیک شي.

د تاجکستان رسنیو د دې هېواد د ترانسپورت د وزیر هیرالله اسازاده له قوله لیکلي دي چې وايي، دا معامله ډېره نژدې شوې ده.

د اورګاډي دا پروژه د تاجکستان لپاره چې په انزوا کې پروت دی، خاص اهمیت لري ځکه ازبکستان په تدریجي ډول له نورې نړۍ سره د دې هېواد د اورګاډي لیکې پرې کوي.

که څه هم ترکمنستان او تاجکستان ګډ سرحد نه لري خو د دې دواړو هېوادونو اړیکې د ترکمنستان د انرژۍ په سکتور کې د چېن له خوا د میلیاردونو ډالرو پانګونو له برکته ډېر تاوده شوي دي.

XS
SM
MD
LG