د غور ولایت په فیروز کوه کې ۱۴تنه مسافرین وژل شوي دي،دا وروسته له هغه وژل شوي چې غوښتل يي ځان خپل کورونو ته ورسوي.
د غور امنیه قومندان جنرال محمد فهم قایم ازادي راډیو ته وویل، ددې پیښې په وژل شويو کسانو کې درې میرمنې او ۱۱نارینه شامل ول.
ښاغلي قایم زیاته کړه،نوموړي کسان د وسله والو مخالفینو له لوري وژل شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر دې دمه څه نه دي ویلي.