د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

نور: لا تر اوسه د څه باندې ۱۳ سوه محلونو رایې تفتیش شوي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، تراوسه د څه باندې دیارلس سوه محلونو رایې تفتیش شوي دي.

د دغه کمیسیون ویاند نورمحمدنور ازادۍ راډیو ته وویل، که څه هم د تفتیش پروسه له پیل تراوسه دوه وار ځنډیدلې خو د کاندیدانو، ملګرو ملتونو، نړېوالو او کورنیو څارونکو په حضورکې د رایو د تفتیش پروسه په چټکۍ روانه ده.

د ښاغلي نور په خبره د باطلیدونکو او سمو رایو په اړه د مطرح شوي پروسیجر پرسرلاهم بحث روان دی او تمه ده ډېر ژرعملي شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د تفتیش د پروسې له پیل تراوسه نهه ورځې تیریږي چې ورسره د چک لیسټ پر اساس د څه باندې دیارلس سوو محلونو رایې بیا شمېرل شوي دي.

د دغه کمیسیون ویاند نور محمدنورد جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د رایو د بیا شمېرلو پروسه که څه هم له پیل تراوسه دوه وار وځنډیده خو دا پروسه د ټولو کورنیو او بهرنیو څارونکو په حضورکې په سمه توګه مخته ځي.

ښاغلي نور وویل، د جمعې په ورځ د تفتیش د پروسې لپاره د کاري ټیمونو شمېر ۱۸۰ ته لوړ شو چې ورسره د تفتیش پروسه هم په چټکۍ پرمخ تللې ده:

″پرون د ورځې په اوږدو کې تقریبا شاوخوا درې سوه او څلورویشت صندوقونه تفتیش او پلټل شوي چې په مجموع کې د ابتدا څخه چې دغه لړۍ پیل شوې ده تراوسه پورې تقریبا ۱۳۶۱ صندوقونه تفتیش او پلټل شوي دي.″

ښاغلی نور زیاتوي تمه ده د اختر تر رخصتۍ مخکې د تفتیش د پروسې کاري شفټونه دوه سوه ته لوړ شي او هر کاندید به په یوه شفټ کې د سلو څارونکو د ګمارلو حق ولري.

د نورپه وینا د تفتیش له پروسې څخه د کاندیدانو، نړېوالو او ملي څارونکو شمېر ۱۸۱۰ ته رسیږي چې په کې یواځې ۹۲۷ د دواړو کاندیدانو څارونکي دي.

د نور په خبره تراوسه پورې د ۲۲۸۲۸ محلونو له ډلې ۱۳۶۱۹ صندوقونه چې د ټولو رایو شپیته فیصده جوړوي د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مرکزي دفتر ته رسیدلي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي همدا راز د باطلیدونکو او سمو رایو په اړه د یوه مطرح شوي پروسیجر خبره هم کوي چې تمه ده ډېر ژر عملي کړای شي.

د دغه کمیسیون ویاند ښاغلي نور وویل د ملګرو ملتونو له خوا ددغه مطرح شوي پروسیجر پر سر بحثونه روان دي او دوی هیله من دي چې ډېر ژر دا پروسیجر نهايي شي څو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون یې په رڼا کې خپل کار مخته یوسي:

″اوس وخت د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې له ملګرو ملتونو سره بحث روان دی.

د دواړو کاندیدانو د تخنیکي ټیمونو استازي په ځینو مواردو کې موافقه لري او په ځینو کې د نظر اختلاف لري.

نو کومه طرحه چې د ملګرو ملتونو له لوري د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته سپارل شوې دا باید ومني چې راتلونکی مسوولیت یې په خپله کاندیدان او ملګري ملتونه په غاړه واخلي.″

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې د رایو د تفتیش په اړه وروستي جزییات له رسنیو سره شریک کړل چې د جمهوري ریاست لپاره د دواړو کاندیدانو انتخاباتي ټیمونو هیله ښودلې چې د تفتیش د پروسې موده لږ تر لږه له ټاکل شوې درې اوونیو څخه ډېره ونه ځنډیږي.

صفي الله ستانکزی ازادي راډیو کابل

XS
SM
MD
LG