د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

د اوربند ټینګولو له هلو ځلو سره سره اسراییلوپه غزه کې ۸۰ هدفونه په نښه کړل


د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ هڅه وکړه چې؛ د اسراییلو او حماس ترمنځ اوربند ټینګ کړي؛ خو په غزه کې د اسراییلو پوځي عملیات اتلسمې ورځې ته داخل شول او په همدې ورځ په لویدیځه غاړه کې پنځه تنه فلسطینیان د اسراییلي ځواکونو ضد مظاهرو کې ووژل شول.

د اسراییلو پوځ وایي، له حماس سره د اوربند ټینګولو له هلو ځلو سره سره، دوی د جمعې په ورځ په غزه کې له اتیاو زیاتو هدفونو باندې حملې وکړې او حماس جنګیالیو هم پر اسراییلو پنځوس توغندي وویشتل.

فلسطیني چارواکي وایي، اسراییلو په غزه کې د اسلامي جهاد ډلې د یوه مشر د کور په ګډون، په دیرشو کورونو بمبارۍ وکړې. په حملو کې د اسلامي جهاد د ډلې مشر او د هغه زامن ووژل شول.

اسراییل وایي، غواړي د حماس د توغندیو ویشتلو توان او دغه راز د هغوی تونلونه چې د حملو په مقصد ورڅخه کار اخلي؛ له منځه یوسي. حماس غواړي پر اسراییلو او مصر فشار واچوي چې، د غزې د پولو اوه کلنه محاصره ختمه کړي.

روانه جګړه په تیرو پنځو کلونو کې تر ټولو سخته جګړه بلل شوې چې؛ تر اوسه په کې ۸۲۸ تنه فلسطینیان وژل شوي او له ۵۲۰۰ زیات ټپیان شوي دي. ملګرو ملتونو ویلي چې، د وژل شویو او ټپیانو اکثریت ملکیان دي.

د جولای د اتمې راهیسي ۳۸ تنه اسراییلیان وژل شوي چې؛ په دوی کې ۳۵ عسکر، دوه تنه ملکیان او یو ټایلندی بزګر شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د جمعې په ورځ هڅه وکړه چې؛ د اسراییلو او حماس ترمنځ اروبند ټینګ کړي . ده دوه ځلې په قاهره کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي بان کیمون او د مصر د بهرنیو چارو له وزیر "سامح شکري" سره وکتل او په ټيلفون کې یې له قطري مشرانو سره چې د حماس استازیتوب کوي، هم خبری وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو هم د جمعې په ورځ د قطر په مرکز دوحه کې د حماس ډلې له سیاسي مشر خالد مشال سره وکتل او د اوربند په اړه یې خبرې وکړې.

د اسراییلو امنیتي کابینې د جمعې په ماښام وویل؛ د جان کري له خوا د اوربند وړاندیز یې رد کړ. د اسراییلو د حکومت یوه ویاند ویلي؛ اسراییل په وړاندیز کې بدلونونه غواړي. د وړاندیز جزئیات نه دی په ډاګه شوي. حماس هم تراوسه د اوربند د وړانیز په اړه څه نه دي ویلي.

له بلې خوا، ایرانیانو د جمعې په ورځ په مرکز تهران او نورو شاوخوا ۷۰۰ ښارونو او ښارګوټو کې د قدس ورځ ولمانځله. په تهران کې له نهو بیلابیلو نقطو څخه "تهران پوهنتون" ته راټولو شویو خلکو له ځانه سره بیرغونه او شعارونه وړل چې، په ځینو یې لیکل شوي وو، مرګ پراسرائیل، مرګ پر امریکا.

ایران د حماس ډلې چې په غزې واکمنه ده، ملاتړ کوي.

د ایران جمهور رییس حسن روحاني د تهران مظاهره کوونکو ته په وینا کې وویل؛ اسلامي نړۍ باید دا ورځ د اسراییلو پر ضد د قهر، کرکې، اتحاد او مقاومت ورځ اعلان کړي.

ده وویل، نړۍ غواړي چې، د غزې محاصره باید لرې شي، د رفح بندر باید خلاص شي او په غزې باندې حملې باید بندې شې؛ ترڅو خلک عادي ژوند وکړي.

ایران، اسرائیل په رسمیت نه پیژني او د فلسطیني اسلامي ډلو ملاتړ کوي.

په لبنان کې د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله وروسته له ډېرې مودې د جمعې په ورځ په عام محضر کې راڅرګند شو؛ د قدس د ورځې مظاهره کوونکو ته یې په بیروت کې وینا وکړه او د غزې له خلکو سره یې پیوستون څرګند کړ.

د حزب الله مشر په وینا کې وویل، فلسطین لا هم په اسلامي نړۍ کې اصلي داعیه ده.

د ترکیې او سراییلو اړیکي هم د غزې د روانو حملو له امله خړ پړ شوي دي.

د ترکیې د صدراعظم مرستیال "بولینت آرینچ" وویل؛ له کومې ورځې چې اسراییلو پرغزې حملې پیل کړي؛ د ترکیې او اسرائیلو اړیکې ترټولو ټیټې سطحې ته رسیدلي او په ښه کېدو به یې ډير وخت ولګیږي.

آرینچ چې د صدراعظم رجب طیب اردوغان د "عدالت او پراختیا" ګوند له بنسټ ایښودونکو څخه دی؛ دغه راز وایي؛ ترکیې تل خپلې اړیکې له اسراییلو سره د فلسطینیانو پر وړاندې د اسراییلو د چلند پر اساس عیار کړي دي.

اسراییلو وروسته له هغې له ترکیې څخه خپل ډیپلوماټان ووایستل چې؛ په دې هېواد کې د اسراییلو د سفارت پر ضد مظاهرې وشوې او د ترکیې صدراعظم رجب طییب اردوغان په غزه کې د اسراییلو حملې ډله ییزه وژنه وبلله.

XS
SM
MD
LG